د سرپرست حکومت چارواکي وايي، افغان ورزشکارانو تېر کال په نړیوالو سیالیو کې ۹۲ مډالونه ګټلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې لا هم ښځينه ورزشکارانې د هېواد له ورزشي ډګرونو څخه بې برخې دي او له تېرو درېيو کلونو راهيسې طالبانو ښځو او نجونو ته په ورزشي فعاليتونو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.
د سرپرست حکومت په دې وروستیو کې په هېواد کې پر ترکيبي رزمي ورزشونو (MMA) هم بندیز لګولی دی.
د سرپرست حکومت د بدني روزنې او سپورت رئیس احمدالله وثیق د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې افغان لوبغاړو تېر کال په ۹۸ نړیوالو سیالیو کې ګډون کړى دى او د ۲۲ سرو زرو، ۳۰ د سپینو زرو او ۴۰ د برونزو په ګډون یې ۹۲ مډالونه ګټلي وو.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې په تېر کال کې په هېواد کې د تشويقي، مناسبتي او رسمي سياليو په ګډون څلور زره سيالۍ ترسره شوې دي.
د دغه رياست د شمېرو له مخې، چې په ٣٥ بېلابېلو ورزشي فدراسيونونو کې ١٩١ سيالۍ ترسره شوې دي.
په افغانستان کې د ښځو پر سپورټ د بنديز په اړه د پوښتنې په ځواب کې، وثيق وويل، د کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې د ښځو لپاره پارکونه جوړ کړي او که پروژې بشپړې شي، ښځې کولى شي په دغو ځايونو کې سپورټ وکړي.
هغه همداراز په ترکيبي رزمي ورزشونو بندیز تایید کړ، خو هغه د بندیز لاملونه روښانه نه کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ورزشکاران په ځانګړې توګه هغه ښځې چې له هېواده وتلې دي، په نړیوالو سیالیو کې د نورو هېوادونو یا د کډوالو د ټیمونو استازیتوب کوي. افغان ښځینه ورزشکارې ذکیه خدادادي د پارېس په پارالمپیک سیالیو کې د کډوالو د ټیم په استازیتوب مډال وګاټه.