یونیسف: افغانستان کې مو د اوبو رسولو ۱۵۷ شبکې جوړې کړې دي

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه یې په افغانستان کې د پاکو اوبو د برابرولو ۱۵۷ پروژې پلي کړې دي.

د یونیسف د مسوولینو په خبره، د دغو پروژو له پلي کېدو سره سم، څه باندې ۶۳۳ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

افغانستان کې د یونیسف ویاند، امیدالرحمن فاضل و ویل: «موږ افغانستان کې د اوبو رسونې ۱۵۷ شبکې جوړې کړې دي چې ټولې یې د لمریزې انرژۍ او ځمکې د جاذبې په وسیله فعالیت کوي او شاوخوا ۶۳۳ زره کسانو د څښاک اوبو ته لاسرسی پيداکړی دی.»

د هېواد په بېلابېلو برخو کې پرلپسې وچکالۍ او ترځمکې لاندې اوبو د کچې کمېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د جوزجان اوسېدونکی یادګار هره اوونۍ لږ تر لږه ۲۰۰ افغانۍ خپلې کورنۍ ته د څښاک اوبو پر پېرلو لګوي.

یادګار طلوع‌نیوز ته و ویل: «موږ دلته د اوبو ستونزه لرو. هره ورځ له سلو تر دوه سوو افغانیو اوبه پېرو. له حکومته غواړو چې موږ ته اوبه برابرې کړي.»

د جوزجان بل اوسېدونکي، عزیز الله و ویل: «درې بوشکې اوبه په شل افغانۍ پېرو. ځینې ورځې ورته پیسې پيدا کوو او ځینې ورځې هم نه کیږي. غوښتنه مو دا ده چې، اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له موږ سره همکاري وشي.»

بل‌خوا، د یوناما مشره د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څلورمې غونډه ته په وینا کې خبرداری ورکړی چې، کابل ښار کې به تر ۲۰۳۰ زېږیز کاله ترځمکې لاندې اوبه پایته ورسېږي
روزا اوتنبایوا ویلي: « ټولنې اوبو ته د لاسرسي لپاره له ستونزو سره مخ دي. کابل ښار چې څه باند پنځه میلیونه نفوس لري، ښایي تر ۲۰۳۰ کاله یې تر ځمکې لاندې شته اوبه پایته ورسېږي. دغه فشارونه بالاخره تر ټولو ډېرې منفي اغېزې پر ښځو او ماشومانو لري.»

د سرپرست حکومت چارواکي وایي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اوبو کمښت د مدیریت لپاره د کانالونو، چیک ډیمونو او د اوبو د لویو بندونو د جوړولو په څېر پروګرامونه لري.