افغانستان کې د انساني قاچاق په تور د ښځو په ګډون سلګونه تنه نیول شوي، مخنیوی یې ولې نه کېږي؟

ملګري ملتونه وايي، روان میلادي کال په نړۍ کې انساني قاچاق، یا په ناقانونه توګه د نورو هېوادونو تر پولو اوښتل، څوارلس سلنه ډېر شوی. په افغانستان کې د سرپرست حکومت وايي، له بیا واکمنېدو راهیسې یې له درې سوو ډېر کسان د انساني قاچاق په تور نیولي چې ځینې یې ښځې دي.

د سرپرست حکومت انساني قاچاق جرم بولي او په دا وروستیو کې يې له یوه تر درې کلونو جزا ورته وټاکله.

د سرپرست حکومت یې په اړه څه کوي؟

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې زرګونه وګړي يې هر کال په ناقانونه توګه بهرنیو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي. دا لړۍ له پخوا پراخه شوې او په تېره بیا ځوانان، د قاچاقبرانو په مرسته د نورو هېوادونو له پولو په قاچاقي او ناقانونه ډول تېرېږي.

په افغانستان کې د سرپرست د حکومت چارواکي ادعا کوي چې د انساني قاچاق فعالې شبکې له افغانستانه بهر دي او په اړه یې له ګاونډیو هېوادونو سره اسناد شريک کړي.

د سرپرست د مشر فرمان

د سرپرست د حکومت مشر هبت‌الله اخندزاده په دې اړه یوه فرمان کې ویلي، انساني قاچاق د انسان ژوند په خطر کې اچوي او دا يې له شرعي پلوه ممنوع بللی.

په فرمان کې نظامي محکمو ته امر شوی چې د انسان قاچاقوونکي لومړی په یوه کال بند، که دویم ځل يې تکراروي په دوه او که درېیم ځل یې تکرار کړي په درې کاله بند محکوم کړي.

د سرپرست د حکومت په انساني قاچاق کې ښکېلو کسانو ته د سزا ټاکنه تر هغه څو میاشتې وروسته وشوه چې په اګست کې د سرپرست حکومت د وزیرانو شورا غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د پلان جوړولو دنده سپارل شوې وه.

کورنیو چارو وزارت ته يې دنده سپارلې "هغه انساني قاچاقبران چې خلک، په تېره بیا ځوانان له افغانستانه په قاچاقي او له خطرونو ډکو لارو وتلو ته هڅوي او لېږي، تعقیب، تثبیت او ونیسي". بیا دې "د سزا لپاره نظامي محکمو ته معرفي کړي".

په فرمان کې د هغو ځایونو د جدي بندېدو امر شوی چې د انساني قاچاق لپاره کارېږي.

دفاع وزارت ته يې هم امر کړی چې په سرحدونو او د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د انساني قاچاق مخه ونیسي او قاچاقبران کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.

د استخباراتو ریاست هم مکلف شوی چې د انساني قاچاق د مخنيوی اړوند د کشف په برخه کې همکاري وکړي.

د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې لوړو زدکړو، اطلاعات او کلتور امر بالمعرف نهی عن المنكر او شكايتونو اورېدلو، سرحدونو، اقوامو او قبایلو او مخابراتو او معلوماتی ټېکنالوژۍ وزارتونه مکلف شوي چې د انساني قاچاق او ژوند په خطر کې اچولو، د بدو عواقبو او شرعي ممانعت په اړه، د عامه پوهاوي تدبيرونه جوړ او عملي کړي او د انساني قاچاق په ناوړه عواقبو دې خلک پوه کړي. همدا رنګه علماء کرام، د منطقې مخور او متنفذين دې د انساني قاچاق په اړه د پوهاوي په برخه کې پوره همکاري وکړي.

سرچینه: پښتو بی‌بی‌سی