ایران ولې د هرات پاشدان بند له اوبو د افغانستان پر ګټه اخیستنه اعتراض کړی؟

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي له افغانستانه 'ایران ته د اوبو رسېدو پر وړاندې د خنډونو لېرې کولو لړ کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د همکارۍ' غوښتنه کړې.

نوموړی وايي، د اوبو له سرچینو په ګټه اخیستنه کې باید د ایران حق او دوه اړخیزې هوکړې په پام کې ونیول شي.

د پښتو بي بي سي په وینا، د طالبانو حکومت په دا وروستیو کې په هرات کې د پاشدان بند چارې بشپړې کړې او طالبانو حکومت د ریاست الوزرا مرستیال پر خواله رسنۍ اېکس د پاشدان بند له ویډیويي کلیپونو سره لیکلي: ''د پاشدان بند د اوبو په زېرمه کولو سره به تر ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه او کرنیزې ځمکې به خړوبې شي.''

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند له پاشدان بنده د اوبو برخې پر اخیستو اعتراض کړی: ''د اوبو له سرچینو او حوضو ګټه اخیستنه د ایران له حق، د دوو اړخیزو هوکړو، عرفي قاعدو او اصولو او په تېره بیا د ښه ګاونډیتوب او دغه راز د چاپېریال خوندیتوب ته له پام کولو پرته نه شي کېدای''.

اسماعیل بقايي وايي، ایراني حکومت له افغان واکمنو سره ''ایران ته د اوبو رسېدو ناسم انډول او د سیندونو د اوبو طبیعي لارو بدلون ګواښونو په هکله خپل سخت اعتراض او اندېښنه څرګند کړي دي.''

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې هکله غبرګون نه دی څرګند کړی.

له دې مخکې د ایران اوبو صنعت وزارت ویاند عیسی بزرګزاده له پاشدان بنده د اوبو ګټه اخیستنه له هلمند سینده ''یو اړخیزه ګټه اخیستنه'' بللې، چې د نوموړي په وینا ''عرفي یا دودیزو حقونو ته د زیان اوښتو'' لامل کېږي.

ښاغلي بزرګزاده ویلي: ''د افغان لوري دې یو اړخیز اقدام له کبله نه یوازې څو میلیونو کسانو ته د څښاک او نظافت اوبو رسېدل اغېزمنوي، بلکې د چاپېریال خوندیتوب ته هم پراخ زیانونه اوړي.''

پاشدان بند د هرات په کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې نه یوازې د هرات د نژدې ۱۸ زره هکتاره کروندو خړوبولو لپاره اوبه ترې اخیستل کېدای شي، بلکې دوه میګاواټه برېښنا هم تولیدولای شي. د پاشدان بند چارې په ۱۹۹۰ کال کې پیل شوې.