دیني عالم منیر شاکر چاودنه کې له ژوبلېدو وروسته مړ شوی؛ منير شاکر څوک و؟

له پېښوره رپوټونه وايي مفتي منير شاکر د شنبې پر ورځ/د مارچ ۱۵ مه په یوه چاودنه کې له ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی.

د رپوټونو پر بنسټ پر ښاغلي شاکر د پېښور ښار په ورڅېرمه ورمړ سیمه کې د هغه جومات دروازه کې چې دی لمانځه لپاره ورتلو، پرې بمي چاودنه شوې ده.

عیني شاهدانو ويلي بم وار له مخه ځای پر ځای شوی و.

له چاودنې وروسته دی او څلور نور لمونځ کوونکي په ټپي حالت کې نژدې روغتون ته لېږدول شوي وو خو د ډاکټرانو په وینا منير شاکر د "سختو ټپو له کبله روغتون کې ساه ورکړه."

د پېښور لېډي ريډېنګ روغتون وياند محمد عاصم په وينا مفتی شاکر ټپي شوي حالت کې روغتون ته وروړل شوی و، او چاودنه کې یې پښه سخته ژوبله شوې وه.

د روغتون وياند په وينا د وينې زياتې کچې بايللو له امله، مفتي منير شاکر روغتون کې سا ورکړه.

د ورمړ تاڼې افسر نور محمد بي بي سي ته ويلي مفتي شاکر چې د مازيګر لمانځه لپاره جومات ته ننوت، هماغه وخت له مخکې ايښودل شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل، چې ترڅ کې یې د مفتي شاکر په ګډون څلور کسان ژوبل شول، او ټول روغتون ته ولېږدول شول.

بل پلو د پېښور پوليسو افسر مسعود احمد بي بي سي ته ويلي له لومړيو پلټنو داسې ښکاري چې پر مفتی شاکر بريد، په لاسي بم شوی دی.

ده ويلي د مفتي شاکر امنيت ته خطر و، او "د اسلامي دولت نومې ډلې له لوري ګواښونه ورته کېدل."

مفتی شاکر څو ورځې مخکې يوه وينا کې ويلي وو، چې پر وټسپ ګواښونه ورته کېږي، او د دغو ګواښونونه سکرينشاټونه یې ځايي تاڼه کې له نورو بېلګو سره سپارلي وو.

پر مفتي منیر شاکر څو ځله پخوا هم د بریدونو هڅه شوې وه او هغه د "پاکستان پر دولتي ادارو تور لګاوه چې غواړي په نښه یې کړي."

ده د منبر پر سر او ځينو ویډیوګانو کې بیا بیا ویل چې ژوند ته یې ګواښونه کېږي او په ټکو یې "که په نښه شي مسئولیت به یې د پاکستاني ادارو پر غاړه وي."

په بمي چاودنه کې د ده د وژل کېدو د پېښې مسئولیت لا چا نه دی منلی.

منير شاکر څوک و؟

مفتي منير شاکر هغه وخت راښکاره شو، چې د لښکر اسلام په نامه يې يوه اورپکې ډله جوړه کړه. په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې د خيبر اېجنسۍ باړه کې د لښکر اسلام او انصار الاسلام ډلو ترمنځ جګړه ونښته. منير شاکر له دې وروسته ځان پټ کړ.

د لښکر اسلام ډلې مشري بيا د منګل باغ لاس کې شوه، خو د دغو ډلو ترمنځ نښتې همداسې روانې پاتې شوې، چې ورپسې سيمه کې په لويه کچه پوځي عمليات وشول.

له څه مودې پټېدو وروسته، مفتي شاکر هنګو کې د تدريس او ښوونې لړۍ بيا پيل کړه، خو وروسته بيا له پېښور سره نژدې ورمړ سيمې ته ولېږدېد.

مفتي منير شاکر پر ټولنيزو رسنيو خورا مشهور و، ده ته اړوند پر ټېکټاک اکونټ يا حساب یې ۹۳ زره فالورز يا څارونکي لرل.

دی د پښتون قومي جرګې غړی هم و او د ۲۰۲۴ کال اوکتوبر جرګې کې یې له ګډونوالو د پښتنو حقونو ته د وفادارۍ لوړه هم اخېستې وه.

دی د دغې جرګې یو مهم ویناوال و د پښتنو د حقونو پر مبارزې او ويښتابه یې ټينګار کاوه.

مفتي منير شاکر په خپل دې نظر چې ويل یې "مذهبونه له اسلام سره څه ځانګړی تړاو نه لري" او دا چې دوی يوازې، "د قرآن دين مني".

مفتی منير شاکر دا تېر اوکتوبر د بي بي سي سيد عبد الله نظامي سره يوه مرکه کې د ځينو هغو نيوکو ځواب کې چې دی د حديثو کتاب نه مني، ويل "د الله له کتابه علاوه د انسان هر يو کتاب منم، خو د قرآن مطابق چې وي".

ده ويل "منکر له يوه کتابه هم نه یم، خو معيار مې ورته قرآن دی".

دی دا تېره څه موده په خپلو ستوغو ويناوو او ناندره ييز دريځ پر ټولنيزو رسنیو مشهور شوی و.

خيبر اېجنسۍ کې يې د "لښکر اسلام" اورپکې ډلې له مشرۍ بيا تدريس ته په مخې، تګلوری بدل کړ، او په وروستيو کې يې د دوديزو ملايانو پر وړاندې نيوکو ته مخه کړې وه.