خبرهای مرتبط

جمع

حکومت سرپرست: هیچ گروه تروریستی در افغانستان فعالیت ندارد

وزیر دفاع حکومت سرپرست به تازه‌گی گفته است که...

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

د بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د میلیونونو ښځو راتلونکې په خطر کې ده

د اسلامي امارت لخوا د ښځو په وړاندې د محدودیتونو زیاتوالي سره هم مهاله د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په دغه هیواد کې د ښځو په وړاندې د تبعیض د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې په دغه هیواد کې د میلیونونو ښځو راتلونکې له خطر سره مخامخ ده.

د امریکا غږ په وینا، دغه سازمان د سې شنبې په ورځ (غوايي ۲۷) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: د میلیونونو افغان ښځو راتلونکې په خطر کې ده. هغوی د اسلامي امارت د تاوتریخوالي په وېره کې ژوند کوي او له خپلو لومړنیو حقوقو منعه کیږي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د نړیوالې ټولنې استازي به له اسلامي امارت چارواکو سره لیدونو کې د ښځو او نجونو د حقوقو تامین لپاره له خپل ټول توان څخه د «یوې غیر قابل مذاکره» موضوع په توګه استفاده وکړي.

د اسلامي امارت د امربالمعروف وزارت (غوايي ۱۷) په یو تازه اقدام کې له ټولو افغان مېرمنو څخه غوښتي چې حجاب رعایت کړي.

په دغه لارښود کې ویل شوي په هر لباس چې بدن پټیږي، هغه حجاب دی او زیاته کړې ده چې باید «تنګ او نازک» نوي.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې دیبرالاینز د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ښځو د حجاب د لارښود په اړه هم خبرې کړي دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې ښاغلي متقي په دغه لیدنه کې د حجاب فرمان، د نشیه یي توکو مخنیوي او تصفیوي عملیاتو” په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي بلخي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د افغان مېرمنو د حجاب جبري کېدو ته پر اخ غبرګونونه ښودل شوي او د ملګرو ملتونو سازمان تر دې دې مخکې د اسلامي امارت د دغه حکم په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې د اسلامي امارت د ژمنو خلاف بللی و. یو شمېر ښځو هم (غوايي ۲۰) په کابل کې د دغه حکم په غبرګون کې مظاهره کړې وه.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هم یاد حکم ته په غبرګون کې ویلي و چې د ښځو په وړاندې د اسلامي امارت سیاستونه د بشري حقوقونو سپکاوی دی.

خو د اسلامي امارت حکومت د امربالمعروف وزارت سرپرست خالد حنفي په کابل کې د حجاب په اړه غونډې ته وویل: موږ غواړو چې خویندې مو په عزت سره په محفوظ ډول ژوند وکړي.

د لنډ خبر لینک

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق