په دغه راپور کې همدارنګه تر راتلونکو ۳۰ کلونو په ټوله نړۍ کې د بېځایه کېدو د احتمال د زیاتوالي په هکله هم خبرداری ورکړل شوی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپل تازه راپور کې لیکلي چې افغانستان له سوریې وروسته د ۶٫۵۵ مېلیونه داخلي بې ځایه شویو په لرلو سره د نړۍ په کچه دویم ځای لري.
د دغه راپور پر بنسټ په افغانستان کې بېځایه شوي د نښتو، تاوتریخوالي او طبیعي پېښو له امله کډې کولو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په راپور کې راغلي:«د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په تازه راپورونو کې راغلي چې افغانستان ۶٫۵۵ مېلیونه کورني بې ځایه شوي لري. دغه شمېر له سوریې وروسته په نړۍواله کچه دویم ځای لري. د دوی له منځه، څه باندې ۴٫۳۹ مېلیون وګړي د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۳۱مه د یو شمېر نښتو او تاوتریخوالي له امله بې ځایه شوي او ۲٫۱۶ مېلیونه نور یې د طبیعي پېښو له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.»
په دغه راپور کې همدارنګه تر راتلونکو ۳۰ کلونو په ټوله نړۍ کې د بېځایه کېدو د احتمال د زیاتوالي په هکله هم خبرداری ورکړل شوی دی.
د مېلیونونو بې ځایه شویو له منځه، ملک خان هم یو له هغو کسانو دی چې له لغمانه کابل ته بې ځایه شوی دی. ملک خان وايي، د تېرو کلونو د نا امنیو او جګړو له امله اړ شوی چې په لغمان کې خپله مېنه پرېږدي او پلازمېنې ته راشي.
هغه د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«زموږ عمده ستونزه دا ده چې موږ کورنیو بېځایه شویو ته هېڅ مرسته نشته، د تېرو دوو کلونو په لړ کې یوازې یو ځل له موږ سره مرسته شوې ده چې ۵۰ کیلو اوړه او پنځه کیلو دال و. هغه هم اوس نشته.»
یوه بله بې ځایه شوې مریم هم وايي:«دلته راغلي یوو او له اسلامي امارته غواړو چې موږ ته سرپناه راکړي او له موږ سره مرسته وکړي. موږ ته چې همدا ځای هم راکړي زموږ قبول دی او کلینیک هم نهلرو.»
ځينې نور بې ځایه شوي چې د ناامنۍ او بې وزلۍ له امله پلازمېنې ته کډه شوي له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې مرسته ورسره وکړي.
له کندوز څخه بې ځایه شوی احمد وايي:«زموږ ورځ نهتېرېده. زموږ ماشومان وږي او تږي وي. کابل ته راغلو چې یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړو، دلته هم کار نشته.»
تر دې مخکې، د کډوالۍ نړۍوال سازمان؛ یا ای او اېم، په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو د شمېر له زیاتېدو خبر ورکړی او ویلي یې و چې دمګړۍ په دې هېواد کې د بې ځایه شویو شمېر شاوخوا ۶ مېلیونو ته رسېږي.