د اسلامي همکارۍ سازمان وايي، کابل ته یې استولي پلاوي له طالب مشرانو سره د نجونو د زدکړې او د ښځو د کار په ګډون پر ځینو مهمو مسلو خبرې کړې دي.
دغه سازمان پر اېکس (پخواني ټوېتر) لیکلي، پلاوي یې د طالبانو حکومت له ځینو وزیرانو او اوسنیو واکمنو او افغان عالمانو سره خبرو کې په اسلام کې د زغم او اعتدال په تړاو بحثونه وکړل.
د یاد سازمان پلاوی د تېرې پنجشنبې په ورځ (اګسټ ۳۱مه) کابل ته تللی چې وايي، د اسلامي امت عالمان او مفکرین پکې دي.
دغه سازمان وايي، کابل ته یې خپل پلاوی د سازمان د اجراییوي جرګې او د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د پرېکړو د تعقیب لپاره استولی دی.
د سازمان پر وېبپاڼه یوه خبر کې راغلي چې د سازمان مشر د اسلامي فقهې د نړیوالې ټولنې د دیني عالمانو په مشرۍ زغم او اعتدال او د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په ګډون د مهمو مسلو په تړاو افغانستان ته د فقه پوهانو او دیني عالمانو د یوه پلاوي د استولو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان پخپلو لنډو عربي ژبه ټوېټونو کې دا نه دي ویلي چې ایا د طالبانو حکومت د نجونو د زدکړې او د ښځو د کار په اړه دوی ته څه ډول ځواب ورکړی.
د طالبانو ریاست الوزراء عمومي دفتر وايي، د اسلامي همکارۍ سازمان د شنبې په ورځ د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل.
د طالبانو سرچینې وايي، په دې کتنه کې دغه پلاوي "افغانستان کې د (اسلامي دولت) 'داعش' نومې ډلې پر وړاندې د طالبانو د حکومت مبارزه بېسارې او اغېزناکه بللې ده".
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا د ښځو د کار او تر شپږم ټولګي د لوړ عمر نجونو د تعلیم په اړه ګڼ فرمانونه او اوامر صادر شوي چې له کبله یې د طالبانو حکومت د اسلامي هېوادونو په ګډون له نړیوالو نیوکو او فشارونو سره مخامخ شوي.
خو طالبان وايي، دوی په دې اړه د خپل مشرتابه امر ته په تمه دي.
تېره ورځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر اسلامي نړۍ غږ کړی چې ننګه یې وکړي او هلته له شته فرصتونو په ګټه اخیستو سره دې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.
دا څرګندونې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي د دغه سازمان له پلاوي سره کړې دي.
د اسلامي همکارۍ سازمان هم ویلي، چې د طالبانو د حکومت د باندینیو چارو له چارسمبالي وزیر امیر خان متقي او ځینو نورو افغان عالمانو سره یې کتلي او پر ځینو مسلو ورسره غږېدلي دي.
د طالبانو حکومت دغه وزیر داسې مهال له اسلامي نړۍ د ملاتړ غوښتنه کوي چې پر افغانستان بیا واکمنېدو باندې یې څه باندې دوه کلونه تېرېږي خو تر اوسه د سلامي هېوادونو په ګډون یې هېچا هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د طالبانو حکومت وايي چې پلازمېنې ته ورغلي دغه پلاوي په خپلو خبرو کې له فساد او نشهيي توکو سره د هغوی مبارزه ستایلې ده.
د اسلامي همکارۍ سازمان وايي، تمه لري چې کابل کې یې پلاوی پر مهمو مسلو نورو خبرو ته هم دوام ورکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان له ملګرو ملتونو وروسته د دولتونو دویم لوی نړیوال سازمان دی چې په ګرده نړۍ کې ۵۷ هېوادونه یې غړیتوب لري او د اسلامي نړۍ یوه ګډ غږ استازیتوب کوي.
د ۲۰۲۱ کال وروستیو کې اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان فوق العاده غونډه کې چې د دېرشو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او مرستیالانو او همدا راز لسګونو نړیوالو پلاو ګډون کړی و، یو قرادار لاسلیک شو.
په قرارداد کې طالبانو ته ځینې سپارښتنې شوې وې او ترې غښتنه ترې شوې وه چې د خپل حکومت نورو برخو کې د 'ټولشمولیت' اصل ته پام وکړي او ښځو ته دې هم برابر حقونه او د ژوند ټولو برخو کې د فعالیت اجازه ورکړي.
همدا راز د اسلامي همکارۍ سازمان له سکرتر جنرال نه غوښتنه شوې چې د نړیوالو دیني عالمانو یوې ډلې ته دنده وسپاري چې له افغان چارواکو (طالبانو) سره د 'اعتدال او زغم' په څېر پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.
سرچینه: بی بی سی