دوه کسان د چین لوی دېوال د سوري کولو په تور نیول شوي

په چین کې دوه تنه د چین لوی دېوال د سوري کولو په تور نیول شوي دي.

د چینایي رسنیو په وینا، دغو دوو کسانو د چینايي دېوال یوه برخه د ماشینونو په مټ سورۍ کړې ده.

پوليسو دغه دوه کسان د شان‌شي ولايت د ماشينونو څار وسیلې له لارې نیولي دي. نیول شويو کسانو چې یوه یې ښځه او بل نارینه دی ویلي، دوی غوښتل په دېوال کې د سوري جوړولو سره یوه لنډه لار جوړ کړي، چې وکولای شي د دېوال له یوې غاړې بلې ته لاسرسی اسانه کړي.

دواړه کسان پولیسو نیولي او قضیه یې تر نورو څېړنو لاندې ده.

پولیسو ویلي، نیول شویو کسانو دې لرغوني دېوال ته "نه جبرانېدونکی زیان" اړولی دی.

د زیانمن شوي دېوال برخه په یویو ښار کې ده چې د مېنګ لوی دېوال یوه برخه او یو خوندي تاریخي او کلتوري جوړښت بلل کېږي او د سیلانیانو د لیدو ځای دی.په ۱۹۸۷ کال کې، یونیسکو د چین لوی دیوال د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل کړ. دغه دېوال په نړۍ کې تر ټولو ستر پوځي جوړښت بلل کېږي او د مېنګ امپراتورۍ پر مهال د دښمن د يرغل د مخنيوي لپاره جوړ شوی و، چې په منظم ډول ترميمېږي.

د مینګ امپراتورانو له میلاد مخکې ۲۰۰م څخه تر اوولسمې پېړۍ په چین حکومت وکړ.

د چين لوی دېوال په شلو کلونو کې د چين شي‌هوانګ او کاميکو سيساکي د واکمنۍ پر مهال بشپړ شو.

تر هغه مخکې نورو واکمنانو د دې دېوال ځینې برخې جوړې کړې وې چې موخه یې د صحرايي قبیلو د یرغل مخنیوی و.

چين شي هوانګ د دغه دېوال بېلابېلې برخې له يو بل سره ونښلولې او د دېوال په شمالي پولو کې يې د ۲۵ زره برجونو په جوړولو ۲۴۰۰ کيلومتره اوږده کلا جوړه کړه.

هر کال د چين ستر دېوال ته څه دپاسه لس میليونه وګړي د سیل لپاره ورځي او دا په نړۍ کې د سیلانۍ یو مشهور ځای بلل کېږي.

د بادلنګ برخې ته هر کال ډېری لیدونکي ورځي، ان تر دې چې یو ځل په یوه ورځ کې سل زره کسان لیدلو ته ورغلي وو.