بلېنکن له افغانستانه د امریکا د وتلو ننګه کړې؛ خو وايي‌ د وتنې بهیر څرنګوالی ارزوي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي چې واشنګټن له افغانستانه د خپلې وتنې بهیر په بشپړه توګه ارزوي خو به وینا یې ولسمشر بایډن د جګړې د پای ته رسولو پرېکړې په مټ دې ته لار جوړه کړه چې نور خپل ځوانان د جګړې او وژل کېدو لپاره وانه ستوي.

انتوني بلېنکن له سي‌اېن‌اېن تلویزیون سره په تازه مرکه کې همداراز ویلي، د امریکا اوسنی حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې خپله اوږده جګړه په ځیر و ارزوي او د راتلونکې لپاره زدکړه ترې وکړي.

له دې سره هممهاله د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرکه‌ګۍ مشر ویلي، د ولسمشر بایډن د ادارې له یو شمېر چارواکو یې غوښتي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر په تړاو د پوښتنو ځوابولو لپاره ورشي.

خو ښاغلي بلېنکن په خپله دې تازه مرکه کې یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړې ننګه کړې او دا یې سم ګام بللی دی.

د هغه په وینا دوی نشي کولی چې یو بل نسل امریکایان افغانستان ته واستوي چې هلته جګړه وکړي او ووژل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) پخواني قوماندان جنرال فرانک مکېنزي بیا ویلي چې له افغانستانه په بشپړ دول د وتلو پرېکړې په اړه پښیمان دی.‌

هغه ویلي، "باوري یم چې تاریخ به له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو او د وتلو بهیر د څرنګوالي پرېکړې په اړه د مرګونې تېروتنې قضاوت وکړي."

جنرال مکېنزې همدا راز زیاته کړې چې تر اوسه په دې اند دی چې "امریکا باید په افغانستان کې ځواکونه ولري."

د امریکا بهرنیو چارو وزیر په دې مرکه کې وايي "ولسمشر [بایډن] یوه ډېره سخته خو مهمه پرېکړه وکړه، چې د امریکا تر ټولو اوږده شل کلنه جګړه پای ته ورسوي. د ولسمشر د دې پرېکړه پایله کې موږ دا ډاډ ورکولی شو چې بیا داسې نه شي کېدای چې یو بل نسل افغانستان ته ولاړ شي، جګړه وکړي او ووژل شي. لکه څنګه چې تېرو شلو کلونو کې وشول."

هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د افغانانو د ایستلو بهیرو پر مهال د کابل هوايي‌ ډګر په دروازه کې خونړي برید ته په اشارې وویل، د وژل شویو امریکايي سرتېرو کورنۍ لا هم خواشینې دي او ګڼې پوښتنې لري، چې څنګه دا هر څه پېښ شول.

دغه برید د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه شوی و چې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغانان پکې ووژل شول او مسوولیت یې وروسته داعش ومانه.

امریکایۍ رسنۍ وايي‌ په دغه برید کې د وژل شویو امریکایانو کورنۍ ګیله‌منې دي چې حکومت ورته تر اوسه د دغه برید په تړاو مالومات نه ورکوي او ځان مسوول نه ګڼي.‌

دا برید د دې لامل شو چې د جو بایډن پر حکومت له افغانستانه به بېړه او غېرمنظمه توګه د وتلو له کبله نیوکې لا نورې ډېرې شي.‌

په دې لړ کې تازه د امریکا په کانګرس کې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه‌ګۍ مشر د ولسمشر بایډن د حکومت له غړو غوښتي چې له افغانستانه د وتلو په اړه د پوښتنو ځوابولو لپاره ورشي.‌

هغه ویلي‌ د بایډن ادارې له اوسنیو او پخوانیو غړو سره به په ۲۰۲۱ کال کې د انتقال د بهیر پر مهال د خونړي برید په تړاو خبرې وکړي.

  • سرچینه:  پښتو بي بي سی