باختر خبري اژانس د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ځايي طالب چارواکو په حواله لیکلي، چې تورخم دروازه نن سېشنبه هم تړلې ده.
په دې تړاو خپره شوې خبرتیا کې له عامو خلکو او مساپرو غوښتل شوي، چې د دروازې تر پرانیستل کېدو پورې دې تورخم ته تګ راتګ نه کوي.
خو ویل شوي چې د تورخم بندري ښارګوټي هټیوال او اوسېدونکي کولی شي چې د پخوا په څېر خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
په تورخم کې ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې پرون د دواړو لوریو ترمنځ پلان شوې کتنه نه ده شوې.
د دغې سرچینې په وینا، په تورخم ښارګوټي کې ټولو خلکو سوداګرو او هټۍ والو ته اجازه ورکول شوې چې بېرته خپلې چارې پیل کړي.
د یادودنې ده چې تورخم دروازه تېره چارشنبه د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ له وسله والې نښتې وروسته وتړل شوه.
له دې کبله دواړو خواو ته ګڼ شمېر مساپر او په سوداګریزو توکو بار موټرونه ایسار پاتې دي.
په پاکستان کې د طالبانو حکومت چارسمبالي سفیر احمد شکېب بي بي سي ته ویلي، د طالبانو چارواکو له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې دا څرګنده کړې چې"د لارې تړل دواړو خواوو ته بشري ناورین رامنځ ته کوي. عامو خلکو ته زیات زیان اړوي او دا باید له سیاسي او امنیتي مسلو سره ونه تړل شي."
د ښاغلي احمد شکېب په وینا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ورته ویلي، دوی هم ورته نظر لري او په کار ده چې دا لار خلاصه شي، ځکه دواړو غاړو ته دا یوه بشري موضوع ده.
دی زیاتوي پاکستاني لوري دا هم نه ده روښانه کړې چې ولې یې برید کړی او ورسره یې د تورخم دروازه هم د خلکو پر مخ تړلې ده. خو نوموړی وايي، تمه لري چې دا دروازه به د خلکو پر مخ ژر خلاصه شي.
په تورخم کې د طالبانو کمیسار مفتي عصمت الله یعقوب هم پرون دوشنبه بي بي سي ته وویلي وو، د ورځې پای کې یو ځل بیا پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني چارواکو سره غونډه لري.
دا چې نن پر اومه ورځ هم دغه لار تړلې پاتې ده، له دې ښکاري چې په دغو خبرو کې کوم محسوس پرمختګ نه دی شوی.
ښاغلي یعقوب تر دې یوه ورځ مخکې هم له ځايي پاکستاني چارواکو سره کتلي و خو ناسته یې بې پایلې پاتې وه.
د ښاغلي شکېب په وینا د هغې پوستې د جوړولو په تړاو چې پاکستاني لوري اعتراض درلود، پخوا هم موجوده وه او کار پرې شوی و. او اوس په ناڅاپي ډول په دې تړاو برید دوی هم حیران کړي دي.
په ننګرهار کې ډیورنډ ته څېرمه سلګونو کسانو د دې لارې د تړلو پرضد لاریون هم کړی او د پرانیستو غوښتنه یې کړې. وړمه ورځ بیا د تورخم بلې غاړې ته هم ځینې ځايي خلک او سوداګر د اعتراض په ډول سړکونو ته وتلي وو او له دواړو لورو یې غوښتنه کوله چې دغه لاره د ټرانزیټ او مسافرو لپاره ژر پرانیزي.
بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي "د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ
څرګندونې د حیرانتیا وړ دي، د افغانستان چارسمبالي حکومت چارواکي د تورخم دروازې د تړل کیدو په لاملونو ښه پوهېږي."
د اغلې بلوچ په وینا د سپټمبر په شپږمه، افغان ځواکونو د یوه سوله ییز هوډ پر ځای د پاکستاني پوځیانو پوستې په نښه کړې، د تورخم د پولې په ترمینل کې یې زیربناوې زیانمنې کړې او کله یې چې مخه ونیول شوه، د پاکستان او افغان ملکي وګړو ژوند یې په خطر کې واچاوه.
تېره ورځ د باختر اژانس د تورخم ښاروال له قوله لیکلي و، پاکستاني لوري دا منلې، چې لاره دوی بنده کړې او برید هم د دوی له لوري په افغان خاوره شوی.
پاکستان په خپلواکه توګه د طالبانو دې ادعا په اړه چې ریښتیا هم اول نښته چا پیل کړې، لا رسمي څه نه دي ویلي.
په داسې حال کې چې په کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو نورو چارواکو د پاکستان په دې چاره اندېښنه ښودلې، خو له ټولو هڅو سره سره دا لا نه ده معلومه چې لار به څه وخت د مسافرو او ټرانزیټ پر مخ خلاصه شي.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغان سفارت ته یو لیک ورکړی او په چترال کې یې د وروستیو بریدونو په تړاو یې اعتراض کړی و.
په پاکستان کې د طالبانو حکومت چارسمبالی احمد شکېب وايي "د چترال برید په اړه دوی ته هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندې شوي او دا هم نه ده څرګنده چې هغه برید دې د افغانستان له لوري سره تړاو ولري."
خو که بیا هم داسې کوم څه وي، افغان لوری تیار دی چې په اړه یې څېړنه وکړي.
سرچینه: پښتو بي بي سي