په اسلام اباد کې پاکستاني پولیسو ۸۰۰ افغان کډوال نیولي

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې يې ۸۰۰ افغانان نيولي چې ښايي ځينې يې بېرته افغانستان ته وشړي.

د اسلام آباد په شاوخوا کې په ګڼ افغان مېشتو سیمو کې د پلټنې دغه عملیات د ترهګرۍ ضد څانګې، سي ټي ډي ترسره کړي.

پاکستاني چارواکي وايي، په ۸۰۰ نیول شویو افغانانو کې ۴۰۰ یې وروسته له هغه خوشې شوي چې د اوسېدو قانوني اسناد یې وړاندې کړي دي.

د چارواکو په وينا ۳۷۵ کسانو چې د پېژندنې هېڅ ډول اسناد یې نه درلودل بندیان شوي دي او ۲۵ نور افغانان به تر هغه ساتل کېږي چې اسناد یې تصدیق شي.

د پاکستاني چارواکو په ټکو د چارو له بشپړېدو وروسته به نیول شوي افغانان له پولې اړول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن (دوشنبې) د مرکزي حکومت د کابینې په غونډه کې د افغان کډوالو د اېستلو پر مسئلې خبرې وشي.

د ګڼو رپوټونو پر بنسټ پاکستاني چارواکي له قانوني او ناقانونه افغانانو سره خورا تریخ چلند کوي چې ډېر کارپوهان یې رېښې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په ترینګلو اړیکو کې تړلې بولي.

په پاکستان کې د افغان کمیشنرۍ مشرعباس خان له آزاد خبریال طاهرخان سره خبرو کې وايي، که له چا سره اسناد نه وي ښکاره ده چې پولیس به یې دروي او په اوسېدو کې به یې ستونزه وي.

خو عباس خان زیاتوي دوی نه پرېږدي چې سیاسي اړیکي له کډوالو سره د پاکستان پر چلند اغېز وکړي.

تېره اوونۍ د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (يو اېن اېچ سي ار) اعلان وکړ چې په پاکستان کې درې اعشاریه اووه میلیونه افغانان مېشت دي.

په پاکستان کې د کډوالو عالي کمېشنري وايي، شپاړس کاله مخکې یې یو اعشاریه درې میلیون افغانانو ته د کډوالۍ کارتونه وېشلي دي. خو اوس د پاکستان حکومت له خوا د ای سي سي او پي او آر په نامه د وېشل شویو کارتونه وخت هم پای ته رسېدلی.

ملګري ملتونه وايي، له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي چې د اوسېدو موده یې وغځوي.

په پاکستان کې د افغانانو نیول چې د رپوټونو له مخې زورزیاتی هم په کې کېږي وروسته له هغه زور اخیستی چې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ وویل، هغه افغانان دې ونیول شي چې پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته اوسېږي.

يو شمېر افغانانو چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، ګڼ کډوال له ملګرو ملتونو هم ګیله لري چې د دوی په تړاو خپل مسولیت سم نه ادا کوي.

د پاکستاني چارواکو له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې د "ناسم چلند" له امله په خیبر پښتونخوا او اروپايي هېوادونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ ځینو افغانانو د پاکستان د سفارتونو پر وړاندې مظاهرې کړې دي.

پرون هم د پي ټي ام غړو په د ډنمارک کوپنهاګن ښار کي د پاکستان سفارت مخته احتجاجي لاریون وکړ.

ملګري ملتونه او نور هېوادونه د افغان کډوالو لپاره هر کال له پاکستان سره میلیونونه ډالره مرسته کوي.

همدا تېر ۲۰۲۲ کال کې امریکا د افغان کډوالو لپاره له پاکستان سره د ۶۰ میلیون ډالرو مرسته کړې ده. اروپايي ټولنې په روان ۲۰۲۳ کال کې پاکستان ته د افغان کډوالو لپاره نژدې ۱۸ میلیونه ډالره مرسته ورکړې وه.

  • سرچینه: پښتو بي بي سي