پاکستان او ایران کې سلګونه افغان خبریالان د جبري شړلو ګواښ سره مخامخ دي‌

د خبریالانو یو ملاتړی سازمان وايي، پاکستان او ایران کې سلګونه افغان خبریالان افغانستان ته "د جبري شړلو" له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان چې په جرمني کې مېشت دی،‌ په یوه رپوټ کې ویلي، د جمهوریت له پرځېدو وروسته ګڼ شمېر افغان خبریالان پاکستان او ایران ته تللي چې ښځې هم په کې دي.

ډېری دغه خبریالان درېیمو هېوادونو ته د تللو لپاره آن له دوو کالونو د ډېرې مودې لپاره په پاکستان او ایران کې په تمه دي.‌

له هغې راهیسې چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو جبري ایستل پیل کړي، له ۵۰۰ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي او د افغان خبریالانو وېره دا ده چې دوی هم د ستنولو له "جدي ګواښ سره مخامخ دي."

د افغان خبریالانو مالي او رواني‌ ننګونې

د دغه سازمان په وینا، په پاکستان او ایران کې افغان خبریالان له مالي او رواني ننګونو سره لاس او ګریوان دي.

"هغه خبریالان چې د ځان او خپلې کورنۍ د ژغورلو لپاره په لږ مالي سپما پاکستان ته تللي، د خپل ژوند تر ټولو سخت کالونو په دې هېواد کې تېروي. بېکارۍ او مالي زیان په پاکستان کې د افغان خبریالانو ژوند دوزخ ګرځولی."

پاکستاني چارواکي تل وايي‌، هغه افغانان چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري، افغانستان ته به ستنول کېږي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په رپوټ کې د ځینو افغان خبریالانو له خولې ویل شوي، هغه ژورنالیستان چې لوېدیځو هېوادونو ته د تللو لپاره په تمه دي، "برخلیک یې څرګند نه دی" او "افغانستان ته د تګ له ګواښ" سره هم مخامخ دي، نو له همدې امله له رواني کړاوه ځورېږي.‌

په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نېوکه کېږي چې واک ته له رسېدو وروسته یې په دغه هېواد کې پر رسنیو کمساري بندیزونه لګولي چې له امله یې سلګونه رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان هم له دغه هېواده وتلي دي. خو طالب چارواکي بیا تل ټینګار کوي چې "د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي" او زیاتوي چې ۸۰۰ بهرنیو خبریالانو ته یې د کار اجازه لیکونه هم ورکړي دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان پر نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو هم نيوکه کړې چې په ځانګړي‌ ډول په پاکستان کې افغان خبریالان یې له پامه غورځولي دي.‌

یاد سازمان پر ملګرو ملتونو او د خبریالانو پر ملاتړو سازمانونو غږ کړی چې په پاکستان او ایران کې د افغان خبریالانو وضعیت ته پام وکړي او پر دغو دواړو هېوادونو فشار راوړي چې د افغان خبریالانو د برخلیک څرګندېدو پورې له هغوی سره "سم چلند وکړي."