د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن (دوشنبه) د شري لنکا پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه.
د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ دغې لوبډلې کې ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، بهیر شاه محبوب، ناصر جمال، اکرام عليخېل، محمد اسحاق، قیس احمد، ضیا اکبر، ظاهر خان، یمین احمدزی، نجات مسعود، محمد سلیم صافی، او نوید ځدراڼ شامل دي.
په لوبډله کې نویو ځوانانو ته هم ډېر ځای ورکول شوی دی.
ټاکل شوې د افغانستان او شري لنکا ترمنځ پنځه ورځنۍ یا ټسټ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ (د فبروري میاشتې په دویمه) د شری لنکا په پلازمېنه کولمبو کې پیل شي.
تر ټسټ لوبې وروسته د افغانستان او شري لنکا ترمنځ درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې هم شته، خو تر اوسه لوبډلې ورته نه دي اعلان شوې.
افغانستان د ټېسټ درېځ اخیستو وروسته د ټېسټ لوبو مزل په ۲۰۱۸م کال کې له هند سره په تاریخي لوبه پیل کړ او له هغې راهیسې یې ۷ ټېسټ لوبې کړې خو له شري لنکا سره لا د ټېسټ په ډګر کې نه ده مخامخ شوې.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دې موده کې له هند، وېسټ انډيز، او ایرلنډ سره یوه یوه او له بنګله دېش او زېمبابوې سره دوه دوه ټېسټ لوبې کړې، او له بنګله دېش، زېمبابوې او ایرلنډ یې یوه یوه ټېسټ لوبه ګټلې هم ده.
افغان لوبډلې بېلابېلو ډګرونو کې د شري لنکا ترڅنګ د نړۍ له ګڼو نورو لوبډلو سره یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې کړي خو ټېسټ لوبې یې لا هم د ګوتو په شمېر هومره دي.
افغان کرېکټ بورډ په داسې حال کې د شري لنکا خلاف ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړې چې همدا تېر ورځ د غوراوي کمېټې د مشر اسدالله خان پر ځای احمد شاه سلیمانخېل د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سرپرست مسوول په توګه وګمارل شو.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې احمدشاه سليمانخېل په ملي لوبډلې کې د لوبېدو ترڅنګ له دې وړاندې د غوراوي کمېټې د مشر، د کورني کرېکټ د عمومي مسوول، د ظرفیت لوړونې مرکز او نړيوال کرېکټ څانګو د غړي په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
د اسدالله خان د لېرې کېدو د لاملونو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.