بلوچستان؛ د وسله والو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته پای ته ورسېده

د پاکستان بلوچستان کې د اطلاعاتو ایالتي وزیر جان اڅکزی ادعا کوي، چې پاکستاني ځواکونو د صوبې په مچ سیمه د وسله والو یو برید په شا تمبولی او پنځه وسله وال یې وژلي دي.

نوموړي پر خواله رسنۍ ایکس یوه پیغام کې ویلي: موږ د بلوچستان په مچ سیمه کې د پاکستاني پوځ او ایف سي‌ (ملېشه ځواک) چټکو عملیاتو ستاینه کوو. د خلکو خوندیتوب باوري کولو سره د بي ایل اې (بلوڅ خپلواکۍ ځواک) پنځه ترهګر وژل شوي دي.

د بلوچستان اطلاعاتو وزیر له ځايي رسنیو سره خبرو کې ویلي، وسله والو له دریو لوریو د راکټونو بریدونه وکړل. له سما شخصي ټلویزیون سره مرکه کې ښاغلي اڅکزي وویل، پاکستاني ځواکونو چټک ځوابي برید وکړ او وسله وال یې په شا وتمبول.

د یادونې ده، چې تېره شپه وسله والو د بلوچستان په مچ سیمه کې د درنو چاودنو له غږونو وروسته د پاکستاني ځواکونو او وسله والو تر منځ د سې شنبې تر سهاره پورې نښتې وشوې.

د بلوڅانو بېلتونپال تنظیم (بلوچ لیبرېشن ارمي) د دې برید مسوولیت منلی دی.

بل لور په مچ سیمه کې مرستیال کمشنر حمزه سجاد د بي بي سي خبریال محمد کاظم ته ویلي، د سې شنبې پر سهار نژدې اووه بجې د ډزو غږونه بند شول. نوموړی وايي، تر اوسه په دې برید کې د اوښتي سر او مال زیان په هکله کره معلومات نه شته.

تازه، د بلوچستان صوبايي چارواکو د هغو ریل ګاډو سفر لغوه کړی، چې مرکزي ښار کوټې د پاکستان نورو سیمو ته سفر کوي. په کوټه کې د ریل ادارې یوه ویاند وویل، له دغه ښاره لاهور، راولپنډۍ او کراچۍ ته د تلونکو ګاډو سفرونه لغوه شوي دي.

د یادونې ده، چې له کوټې د پاکستان نورو سیمو ته تلونکي ګاډي د مچ په ګډون د بولان درې له نورو سیمو تېرېږي.

مچ د کوټې جنوب ختیځ ته نژدې ۶۰ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده چې د مچ تاریخي زندان ههم په همدې ځای کې دی.

بولان د بلوچستان یوه له هغو سیمو ده چې د وسله والو ډلو فعالیتونه اغېزمنه کړې ده.