بریتانیا کې د هغو د افغانانو د مېشتېدو بهیر له اټکله ډېر وخت نیولی چې افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته بریتانیا ته راغلي دي.
دوی له اوږدې مودې راهیسې په ګرانبیه هوټلو کې مېشت وو خو په وروستیو کې د بریتانیا حکومت له هرې ممکنه لارې کډوالو ته دکورنو پیدا کولو لړۍ چټکه کړې.
د رپوټونو پر بنسټ دا مهال بریتانیا ته راغلي ډیری افغانان په مناسبو ځایونو کې ځای پر ځای شوي خو یو شمېر یې لا هم په هوټلونو کې دي او هغه چې نوې را روان دي لا یې هم حکومت د مېشتېدو په اړه بېلابېلې هڅې کوي.
په دې لړ کې روان مارچ کې شاوخوا ۵۰ کسان د وېلز کارډېف ته نږدې په یوه پوځي کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، ځینې نور هغه افغان کډوال چې له بریتانیا سره همکار پاتې شوي، را روانه اپرېل میاشت بریتانیا ته راوستل کېږي.
دغه وزارت ویلي، وېلز کې کډوالو ته ځانګړی شوی نظامي هستوګنځی د شاوخوا ۱۸۰ کسانو ظرفیت لري.
دا سیمه له لندن څخه شاوخوا نږدې ۲۵۰ کېلومتره لېرې وېلز کې ده.
ویل کېږي افغان کډوال به د څو اوونیو لپاره تر هغې چې دوی ته مناسب هستوګنځي پیدا کېږي، په دې کمپ کې مېشت وي.
بریتانیا کوم افغانان مني؟
بریتانیا کې د کورونو نشتوالي، هوټلونو کې ډېره ګڼه ګوڼه، لوړ لګښتونه او ځینې نور دلایلو بریتانیا ته د افغان کډوالو راتګ بهیر وخت نا وخت ټکنی کړی دی خو تازه د بریتانیا دفاع وزارت بیا ویلي چې "مونږ د هغو افغانانو درناوی کوو چې زمونږ له ځواکونو سره د همکارۍ په خاطر یې ځانونه په خطر کې اچولي وو."
د بریتانیا حکومت د اعلان له مخې بریتانیا هغو افغانانو ته چې له دوی سره یې افغانستان کې کار کړی وي او ژوند یې په خطر کې وي وېزې ورکوي او په مېشتېدو کې یې همکاري کوي.
د جمهوري نظام له سقوط وروسته بریتانیا شاوخوا شل زره په شرایطو برابر افغانانو ته دویزې ورکولو اعلان کړی و.
د دې تر څنګ بریتانیا کې ځینې محلي شوراګانو د افغان او اوکرایني کډوالو لپاره د "کاونسل کورو" په نوم هستوګنځیو اخېستو بهیر هم پیل کړی.
دا ډول حکومتي کورونه عموما په ډېر کم نرخ خلکو ته په کرایه ورکول کېږي او دوخت په تېرېدو سره خپلیدای هم شي.
لندن ته نږدې بېډفورډ یو له هغو محلي شوراګانو دی چې روانه مارچ میاشت کې یې د کډوالو لپاره د ۱۷کورونو پیرلو خبر ورکړ.
پېټربرو کونسل هم روانه میاشت د کډوالو لپاره د ۲۵ کورونو اخېستو اعلان کړی دی، ځینې نورو محلی شوراګانو هم د کډوالو لپاره د کورونو پیرلو بودجه تر لاسه کړې.
بریتانیا او لویدیځه نړۍ کې په عمومي ډول هستوګنځيو ته اړتیا ډېره او کرایې یې لوړې وي، له همدې کبله د بریتانیا حکومت او راغلې افغان کورنۍ دې برخه کې لا هم له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.