په افغانستان کې د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، نن (دوشنبه) د روژې میاشتې پر ۲۹مه د اختر د اعلان په اړه غونډه کوي.
د بي بي سي په وینا، دغې محکمې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره نن ماښام د اختر د میاشت لیدو لپاره د مرکزې کمېټې د ناستې خبر ورکړی دی.
د طالبانو سترې محکمې همدا راز په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اختر په پار یې له زندانونو نژدې ۳۰۰۰ بندیان چې د "عفو مستحق و" خوشې کړي دي.
خبرپاڼه کاږي: "د عالیقدر امیرالمومنین [د طالبانو مشر] د حکم او او د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات په هدایت د یوه مشخص طزر العمل پر اساس د هېواد په کچه له زندانونو ۲۸۵۵ هغه بندیان چې د عفو مستحق و خوشې شوي."
ویل کېږي په خوشې شویو کسانو کې سلګونه ښځې هم شاملې دي.
په دغه خوشې شویو زندانیانو کې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي هم ده، چې د اووه نیمو میاشتو بند تېرولو وروسته تېره شنبه د اپرېل پر ۶مه د څرخي پله له زندانه خوشې شوه.
آغلې صدیقې تېر ۲۰۲۳ کال اکټوبر په میاشت د طالبانو د استخبارتو له خوا نیول شوې وه.
نوموړې ځکه په یو نیم کال بند محکومه شوې وه، چې ویل کېږي د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوند زاده عکس ته یې اور ورته کړی و.
د طالبانو ستره محکمه زیاتوي، د اختر په مناسبت د۱۴۲۰ نورو بندیانو د بند موده راکمه شوې ده.
ویل کېږي، چې اختر ښايي سبا سه شنبې "د اپرېل پر ۹مه" وي، خو لکه د تل په څېر تر هغې چې میاشت نه وي لیدل شوي د اختر اعلان نه کېږي.
افغانستان هم د یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو په څېر معمولا له سعودي عرب سره د ماشت په لیدو روژه نیوله او اخترونه یې نمانځل، خو تېر کال د لومړي ځل لپاره د طالبانو حکومت سترې محکمې افغانستان کې د سعودي له اعلان یوه ورځ مخکې د اختر ورځ اعلان کړه.
د دې اعلان له مخې تېر کال په افغانستان کې اختر په یکشنبه او سعودي او نورو ګڼو هېوادونو کې دوشنبه د اختر لومړۍ ورځ وه.
د روژې پیل او د کوچني اختر د ورځې ټاکل تل د یو شمېر اسلامي هېوادونو تر منځ یوه ناندریزه موضوع ده او آن دیني پوهان یې هم د حل لار په موندلو کې پاتې راغلي.