فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ: 'پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې'

په افغانستان کې د ملګر ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" فضا ته د بشر د سفر نړیوالې ورځ په مناسبت يوه پیغام کې ویلي پښتو څلورمه رسمي ژبه وه، چې په فضا کې ویل شوې ده.

یوناما نن جمعه (د اپریل ۱۲مه) پر خپل فېسبوک او اېکس خواله رسنیو لیکلي چې افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال کې میر فضايي مرکز ته سفر وکړ او له هغه ځایه یې مور سره تلېفوني خبرې وکړې.

پښتو په دې توګه څلورمه رسمي ژبه شوه چې په فضا کې ویل کېده.

ښاغلی مومند د دغه فضايي سفر پر مهال ۲۹ کلن و.

هغه همدا راز لومړنی کس دی چې فضا ته یې له ځان سره قرآنکریم ولېږداوه او هلته یې تلاوت وکړ.

عبدالاحد مومند په فضا کې ۹ ورځې تېرې کړې.

یوناما لیکلي چې هغه په دې موده کې له فضا د افغانستان عکسونه واخیستل او همدا راز یې د ستورو په فزیک، طب او بیولوژیکي تجربو کې هم برخه واخیسته.

د اپریل ۱۲مه فضا ته د روسي ستورمزلي 'یوري ګاګارین' د سفر په مناسبت "فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ" نومول شوې ده.

هغه لومړنی انسان و چې د ځمکې له مداره ووت او فضا ته ولاړ.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۱ کال د اپرېل په اوومه تصویب کړه چې د دې میاشتې ۱۲مه په دغه نوم ونوموي.

عبدالاحد مومند څومره پېژنئ؟

عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ کال د غزني ولايت په سردې کلي کې زيږدلى دى.

هغه لومړنۍ زدکړې په خپل کلي، وروسته د غزني ولايت په سلطان شهاب الدين او ورپسې د کابل په حبيبې ليسه کې کړې دي.

نوموړی د کابل پولي تخنيک انسټيټیوټ کې له دوه کالنو زدکړو وروسته پخواني شوروي اتحاد ته ولاړ او هلته يې درې کاله د پيلوټۍ برخه کې زدکړې وکړې.

عبدالاحد مومند هېواد ته له ستنيدو وروسته له ۱۹۸۱ تر ۱۹۸۴ کال پورې په بگرام هوايي ډگر کې د هوايي قواوو د پيلوټ په توګه دنده ترسره کړه او وروسته له ۱۹۸۴ تر ۱۹۸۷ پورې د لوړو زدکړو لپاره د کيېف د هوايي انجنيرۍ پوهنتون ته ولاړ.

نوموړي هملته له نورو پيلوټانو سره يو ځاى فضايي پرواز لپاره په معايناتو کې برخه واخيسته، او پنځو مياشتو پورې يې دوام وکړ.

هغه د ۱۹۸۸ کال د اگست مياشتې پر ۲۹مه خپل فضايي تحقيقاتي پرواز پيل کړ او د سپتمبر په اوومه بېرته ځمکې ته راستون شو.