د نړۍ تر ټولو سترې ټاکنې پیل شوې؛ د هند ټاکنې ولې مهمې دي؟

نن اپرېل ۱۹مه په هند کې د ولسي جرګي یا "لوک سبها" ټاکنې پیل شوې. دغه ټاکنې چې په شپږو اونیو کې به تر سره شي، د نړۍ په کچه تر ټولو سترې ټاکنې دي.

د وروستیو نظر پوښتنو له مخې، د اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي ګوند" بهاراتیا جناتا پارټي" او ملاتړي یې ښايي په دغو ټاکنو کې تر نورو مخکې وي.

د هند ولسي جرګې ټاکنې ځکه مهمې ګڼل کېږي، چې د دغه هېواد لومړی وزیر ټاکي او لومړی وزیر بیا کابینه جوړوي.

د هند ولسي جرګه ۵۴۳ څوکۍ لري، چې یو ګوند یا ایتلاف پکې د اکثریت خپلولو لپاره ۲۷۲ څوکیو ته اړتیا لري.

د وروستیو نظرپوښتنو له مخې، ښايي نریندرا مودي د درېیم ځل لپاره د دغه هېواد لومړی وزیر شي.

خو د نریندرا مودي د حکومت اپوزېسیون ګوندونه وايي، که هغه بیا ځلي د هند لومړی وزیر شي، هندیان ښايي ډېر حقونه له لاسه ور کړي.

بي جي پي ګوند د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې د ۵۴۳ څوکیو له ډلې ۳۰۳ څوکۍ ګټلې وې.

ښاغلی مودي به په دغو ټاکنو کې په نړیواله کچه د هند ورځ تر بلې پیاوړی کېدونکی موقف، د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا او له امریکا سره د نږدې اړیکو رغېدا د خپل حکومت د لاسته راوړنو په توګه وکاروي .

هغه په دې وروستیو کې د هوساینې سخاوتمندانه سکیمونه معرفي کړي، لکه د هند تر ټولو بې وزلو ۸۰۰ میلیون خلکو ته وړیا غله ورکول او د ټیټ عاید لرونکو کورنیو مېرمنو ته یې ۱۲۵۰ هندي کلدارې میاشتینی معاش ټاکل د یادونې دی.

د هند د لږه کیو اړوند ډلو ویلي، د نریندرا مودي په واکمنۍ کې ور سره دوه ګونی چلند کېږي او ډېر کله تر بریدونه لاندې راځي، خو بي جي پي ګوند دغسې یو څه رد کړي دي.

د نړیوالو مدني ازادیو ډله وايي، هغو خبریالانو چې په تېر کې د بي جي پي ګوند د چارواکو کړنې ننګولي، له بېلابېلو لارو ځورول شوي دي.

د هند د ولسي جرګې ټاکنې د شپږو اونیو په موده کې ترسره کېږي خو د رایه اچونې بهیر به پکې یوازې اوه ورځې روان وي.

پتېل شوې خلک نن د اپرېل په ۱۹مه، د اپرېل په ۲۶مه، د می په ۷مه، ۱۳مه، ۲۰مه، ۲۵مه او د جون په لومړۍ نېټه د رایه اچونې مرکزونه ته لاړشي.

د دغو ټاکنو پایلې به د جون په ۴مه نېټه اعلان شي.

څومره کسان رایه اچونې کې برخه اخلي؟

ویل کېږي په هند کې د ولسي جرګې ټاکنې له دې امله په څو پړاوونو کې کېږي، چې امنیتي ځواکونه د ټاکنیزو مرکزونو امنیت په ښه ډول خوندي کړای شي.

په دغو ټاکنو کې به میلیونونه د رایو برېښنايي ماشینونه وکارول شي.

پوښتنه دا ده چې څوک رایه کارولی شي؟

هند د ۱۴۰۰ میلیونو نفوسو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی چې له ډلې یې ۹۶۹ میلیونه کسان له ۱۸ کلنۍ پورته عمر لرونکي یا د رایې اچونې په شرایطو برابر دي، خو رایه اچوونکو کسانو باید نوملیکنه کړې وي او د رایې اچونې پر مهال د رایه اچونې کارت ولري.

هندوستان ۳ اعشاریه ۳ میلون کیلومتره مربع مساحت لري او ټاکنیز قانون یې د هستوګنې هرې سیمې ترڅنګ د رایې اچونې د اسانتیاوو سپارښتنه کوي.

د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې د ګجرات په یوه لرې پرته ځنګلي سیمه کې چې یوازې یو کس پکې اوسېده، د رایې اچونې اسانتیا برابره شوې وه.

په اوسنیو ټاکنو کې به هم د هند شمال ختیځ کې د اروناچل پرادېش ایالت د انتخاباتو ادارې کارکوونکي په یوه کلي کې د یوې ښځې د رایه اچونې لپاره ۳۹ کیلو مټره مزل وکړي.

سرچینه: پښتو بي بي سي