د کابل امنیه قومانداني وایي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د کمېشن کاریو د قضیو په تړاو یو سل څلور کسان نیولي دي.
د طلوع نیوز په وینا، د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې دغه کسان د پاسپورت او حقوقي قضیو د کمېشن کاریو په تړاو نیول شوي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ و ویل: «تېر کال موږ شاوخوا ۱۰۴ تنه د جعل کارۍ په تور نیولي او د قانون منګولو ته مو سپارلي دي. هغه چې جعل کاري او کمیشن کاري یې کوله.»
خو یو شمېر هېوادوال په بېلابېلو دولتي ادارو کې د کمېشن کاریو له زیاتېدو شکایت کوي.
دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د کمېشن کاریو مخه ونیسي.
د کابل اوسېدونکي، حسین امید طلوع نیوز ته و ویل: «په حکومت کې باید روڼتیا وي او هغوی چې جعل او کمېشن کاري کوي، پر پاسپورټ او ویزې پیسې ورکوي چې دا ناقانونه کار دی.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی، امیر شمس هم وايي: « جعل کاري ډيره زیاته شوې ده، په ځانګړې توګه د پاسپورټ په ریاست کې او د تذکرو په برخه کې.»
یو شمېر شنونکي پر دې باور دي، چې د مسوولانو له لوري نیول شوي کسان باید له قانون سره سم مجازات شي.
دوی د جزا قانون تصویبېدل د هېوادوالو د ستونزو د هواري لپاره مهم ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیگیر و ویل: «هغه کسان چې د جعل کارۍ یا بل هر جرم له امله نیول کیږي باید د قانون پر بنسټ ورته جزا ورکړ شي.»
تر دې مخکې د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي وو، چې د تېر کال په جدي میاشت کې یې په پلازمېنه کې ۳۲۰ جنايي پېښې ثبت کړي، چې له دې منځه یې ۲۵۷ کسان د دغو پېښو په تړاو نیولي دي.