له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا کوي چې د یادو هېوادونو امنیتي ځواکونه ورسره ناسم چلن کوي.

دغه راستانه شوي وایي چې د ایران او پاکستان پولیسو لخوا وهل او ټکول شوي دي.

د طلوع نیوز په وینا، بصیر چې دوه کاله یې په ایران کې تېر کړي وایي د دغه هېواد پولیسو وهلی ټکولی او وروسته یې له خپلې کورنۍ سره په جبري توګه هېواد ته را اړولی دی.

را اېستل  شوی کډوال بصیر وایي: « کله یې چې غوښتل موږ تلاشی کړي، ما یې مخه ونیوه او بیا یې زه ووهلم، اوس نه پوهېږم چې پختۍ مې ماتې دي او که څنګه خو دوه کیلو وزن هم نشم پورته کولی.»

 بلخوا، له ایرانه یو شمېر را اېستل شوي نور افغانان هم له دوی  سره د دغه هېواد د حکومت له ناسم چلنه  سرټکوي او له سرپرست حکومته غواړي چې سرپناه او د کار زمینه ورته برابره کړي.

له ایرانه را اېستل شوي صلاح الدین طلوع نیوز ته و ویل: « موږ له مجبورۍ ایران ته تللي وو چې د خپلو ماشومانو لپاره ډوډۍ پیدا کړو خو موږ یې ډېر مجبور کړو.»

له ایرانه بل را اېستل شوي حلیم په دې اړه و ویل: « زموږ غوښتنه دا ده چې له موږ سره د کور او پیسو مرسته وکړي ترڅو موږ بهر ته د تګ لپاره اړ نشو.»

بل پلو، په پاکستان کې یو شمېر کډوال په دغه هېواد کې د خپلو ستونزو د زیاتېدو خبره کوي.

پاکستان کې افغان کډوال رضا سازش و ویل: « له کویټې او اسلام اباد څخه ان هغه کسان هم و ایستل شول چې کارټونه یې درلودل او دې وضعیت موږ اندېښمن کړي یو.»

خو د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل  د دغه هېواد له چارواکو غواړي چې افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو لپاره نور وخت ورکړي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل عبدالجبار تخاري طلوع نیوز ته و ویل: « له پاکستان حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې هغو افغانانو ته لا نور وخت ورکړي چې دلته قانوني کاروبار او جایدادونه لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو  وزارت د شمېرو له مخې، د غويي پر دوولسمه له ایرانه دوه زرو اته سوه افغانان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
 دغه وزارت دغه راز د پاکستان له بېلابېلو زندانونو  د ۱۵ افغان کډوالو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.