د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران وویل چې د پخواني حکومت د پارلمان وکیل الله ګل مجاهد د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.
د ځدران په خبره، نوموړی د مقتول قاري سعیدالله په قضیه کې چې د ۱۴۰۲لمریز کال د دولسمې میاشتې پر نهمه نېټه وژل شوی وی، مظنون دی.
د هغه په وینا، تر لاسه شوي مدارک، شواهد او د قضیې د تحقیق ډول ایجابوي چې د نوموړي آزادي محدوده شي.
دی زیاتوي چې له دې کبله یې د تحقیق تر بشپړېدو او د صلاحیت لرونکې محکمې تر حکمه په توقیف کې د پاتې کېدو تصمیم ونیول شو.