د خوړو نړیوال سازمان: له سېلابونو ژغورل شوي خلک کور او وسایل نه لري

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان وايي، په دې هېواد کې له وروستیو سېلابونو ژوندي پاتې شوي خلک نه کور، نه ځمکه او نه هم د ژوند کومه سرچینه لري.

ددغې ادارې د ساحوي دفتر یو مشر حیات الله رسولي په یوه وېډیو کې وايي‌ چې د بغلان سېلاب ځپلو سیمو ته ورغلی او وايي چې د جمعې ورځې سېلابونو بشپړې ولسوالۍ ویجاړې کړې او له ۳۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي او له ۲۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

ښاغلی رسولي زیاتوي، بغلان هغه ولایت دی چې لا له وړاندې یې وګړي د لوږې له بېړني حالت سره مخامخ وو او اوس یې سېلابونو د عاید یوازېنۍ سرچینه چې کرنه ده هم ترې اخیستې ده.

د ډبلیو‌اېف‌پي دغه استازی وايي، تازه سېلاب په افغانستان کې د ګڼو هغو سېلابونو یوه بېلګه ده چې په تېرو دوو اونیو کې یې دغه هېواد اغېزمن کړی دی.ټام وېسټ: "زموږ همکاران سېلاب ځپلو ته مرستې برابروي"

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله رامنځ ته شوې مرګژوبلې امریکا خواشينې کړې ده.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، "زموږ پلي کوونکي همکاران، سختو اړمنو ټولنو ته د خوراک، اوبو او نورو اړينو توکو په ګډون، بېړنۍ مرستې برابروي."

د تېرې جمعې ورځې سېلابونو د افغانستان په بغلان، بدخشان، هرات او غور ولایتونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د مرګژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې ورکول کېږي. د بغلان ولایت د کډوالو چارو مشر محمد ابراهیم عمري وايي ډېری زيان د دغه ولايت په برکه او مرکزي بغلان کې اوښتی دی، نوموړی وايي هلته لږ تر لږه ۳۱۵ کسان وژل شوي او ۱۶۳۰ نور ټپیان دي او له ۲۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

نوموړي دا هم ويلي چې ښايي د ځاني او مالي زیانونو کچه لوړه شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په بغلان کې د وژل شویو شمېر له ۳۰۰ لوړ بللی او وايي له ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د اروپايي ټولنې د بېړني غبرګون همغږي کوونکي خبر ورکړی ،چې د سېلاب ځپلو لپاره د اروپا ټولنې ۹۷ ټنه مرسته د کابل هوايي ډګر ته رسېدلې دهبل پلو د ماشومانو د ژغورنې نړيواله خیریه ټولنه وايي، اټکل کېږي، چې د افغانستان په شمال کې د سېلابونو له امله د ۳۱۰ زرو ماشومانو ژوند اغېزمن شوی وي او هر څه یې له لاسه ورکړي وي.

د دغې ټولنې د افغانستان د څانګې مشر ارشاد ملک رویټرز خبري آژانس ته ویلي، سېلابونو د نورو زیانونو سربېره د ماشومانو ژوند او معیشت له منځه وړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو د همغږۍ په موخه بغلان ته تللی و.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره يې طبي ډلې لېږلي او ټپيان يې روغتونونو ته لېږدولي دي. دوی وايي اوس هڅه کوي چې اغېزمنو شويو کسانو ته د استوګنې لنډمهالي ځايونه او خوراکي توکي برابر کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې بدخشان، بغلان، پنجشېر، کابل، لوګر، وردګ او لغمان ولايتونو کې د سېلابونو امکان شته دی.

په افغانستان کې هر کال بارانونه او سېلابونه ځاني او مالي زيانونه اړوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغانستان شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې تر ټولو ډېر زیانمن او لږ چمتووالی لري.