"د افغانانو دا ډېر ښکلی فرهنګ دی چې که کورنۍ هر څومره لویه او کوټې وړې هم وي ټول ګډ ژوند خوښوي، زه خو بیا د کور نازولې او تر ټولو کشرۍ لور وم، خو تر سقوط وروسته مو کورنۍ درې ټوټې شوه"
دا د یوې افغانې پېغلې اوږۍ وردګ خبرې دي چې پر افغانستان د تېر ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له دغه هېواده ایرلنډ ته کډه شوې. مور او پلار یې په کابل کې پاتې او ورور یې په یوه بل اروپايي هېواد کې مېشت شوی.
یادونه: دغه رپوټ لومړی ځل تېر کال همدې [د کورنیو نړيواله ورځ] په مناسبت خپور شوی و.
سیاسي بدلونونه، مهاجرتونه او د کورنیو پاشل کېدل
د افغانانو ټولنیز او ګډ ژوند چې اوږۍ یې د افغانستان ښکلی کلتور او پېژندګلو بولي، لومړی ځل نه دی چې په دغه هېواد کې یې سیاسي بدلون ځپي او کورنۍ لکه د دې خپلې هغې غوندې سره څو ټوټې کوي. تر دې مخکې هم د شورویانو د یرغل، کورنیو جګړو، ناامنۍ او یا هم د نیستۍ او بېکارۍ له کبله افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ او خېلخانې یې په کور دننه او یا بهر تیت و پرک شوې دي.
ملګري ملتونه د مئ میاشتې ۱۵مه د کورنیو نړیوالې ورځې په توګه نمانځي او دا سنجوي چې په یوه هېواد کې د یوې کورنۍ ژوند ولې او څنګه بدلېږي؟ څنګه په یوه ټولنه کې د وګړو شمېر ډېرېږي، یا کمېږي او د دوی په ژوند کې ټولنیز، اقتصادي او بېلابېل بدلونونه څنګه رامنځ ته کېږي، اغېز او حل یې څه دی او په اړه یې څنګه پوهاوی عامېدلی شي.
په افغانستان کې که یو خوا څو څلوېښت کلنې جګړې خلک وخوړل نو بلخوا مهاجرتونو هم ګڼې کورنۍ کنډوکپر او اغېزمنې کړې.
اوږۍ وايي، مور او پلار به یې چې د خپل مهاجرت کیسې ورته کولې نو دې ته به هسې یوه کیسه ښکارېده.
دا زیاتوي، "موږ به داسې فکر کاوه چې دا هسې یو خوب دی، هسې یوه کیسه ده چې مور او پلار یې راته کوي، ځکه چې تصور مو هم نه شو کولای چې موږ سره به هم هماغسې کېږي."
پر یوه دسترخوان ناسته، هغه شین چای او کیسې...
اوږۍ په کم عمرۍ کې جلاوطنه شوې او له خپلې کورنۍ بېلتون یې طبعي خبره ده چې ځوروي او مور او پلار یې هم ورپسې خپه دي. دا د زړه تسکین لپاره خپل مور او پلار ته په زنګ وهلو سهار پېلوي.
پلار یې عتیق الله آصفي وايي، "د اولاد جدايي سخته ده، هغه هم داسې هېواد کې چې هر څه یې له موږ بدل دي." خو یوازې د دې لپاره د اولاد دا لرې والی ورته د زغملو دی چې بهر کې به لوړې زدکړې وکړي او د ده په اصطلاح، "له افغاني او اسلامي روحیې سره" سم به تر لوړو زدکړو وروسته "خپل ځان، ټولنې او هېواد ته د خدمت جوګه شي."
اوږۍ په کابل کې په یوې رسنۍ کې کار کاوه او اوس په ایرلنډ کې د خپل مسلک خلاف کار ته اړه ده خو هیله منه ده چې یوه ورځ به له ښو لوړو زدکړو سره بېرته افغانستان ته ستنېږي او له خپلې کورنۍ سره به بیا ګډ ژوند کوي.
دا د افغان کورنیو یوه بله ښېګڼه یادوي چې خپل مور او پلار په اسانه نه پرېږدي خو په اروپايي ټولنه کې یې ولیدل چې څنګه اتلس کلنۍ ته له رسېدو سره نجونې او هلکان خپل مور او پلار ته "شا کوي."
اوږۍ زیاتوي، "دا زموږ ښکلی رواج دی چې مور او پلار نه پرېږدو، پر یوه دسترخوان هغه ناستی، هغه شين چای، د مور او پلار خبرې او ټوکې ټکالې، دا د افغانانو ډېر ښکلی کلتور دی"
خو اوږۍ اوس د خپل پلار له سیوري او د مور له غېږې "اووه سینده" لرې تللې ده.
"هر څه ډېر دي خو کاش زوی مې هم راسره وای"
یوه مور چې د دې په غوښتنه یې په مستعار نوم صوفیه یادوو اوږۍ سره په یو څه توپیر یې ورته کیسه بيبيسي پښتو ته کړې.
دا په بریتانیا کې د افغانانو د مېشتېدنې بهیر په ترڅ کې تر سقوط وروسته تېر کال دغه هېواد ته له خپل بوډا مېړه سره راغلې ده. زوی یې په کابل کې ترې پاتې دی.
دا وايي، "دلته ژوند راته سخت تمامېږي، ځکه چې زوی مو کابل کې یوازې پاتې دی، هغه ته اندېښمن یو، کنه نو کور راکړل شوی، پیسې شته، هر څه ډېر دي. خو کاشکې زوی مو راسره وای"
صوفیه چې د کومې پروسې له لارې بریتانیا ته رسېدلې، له مخې یې تر اتلس کلنۍ پورته اولادونه نه شوای ورسره بېولی. دې کار هم د جمهوري نظام تر سقوط وروسته له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوې زرګونه کورنۍ ، لکه د صوفیې هغې سره جلا کړې دي.
صوفیه وايي، "له دوی [بریتانیا حکومت] چې غواړو، زوی مې راته راولئ، وايي، دلته چې څوک اتلس کلن شي نو بیا یې خپل کار دی. زه ورته وایم چې که زموږ وطن هم ستاسې غوندې وای چې دوولس کلن هم وای، پروا یې نه وه راسره. خو زموږ وطن ستونزې ډېرې لري."
"مور یم، مور خو خامخا تشویش کوي"
په پردي وطن کې ژوند، نوی چاپېریال، پر ژبې نه پوهېدل، له خپلوانو لرېوالی او د عمر ډېروالی ځينې نورې هغه ننګونې دي چې صوفیې ته ورله غاړې دي.
خو د مور زړه دی، بیا یې هم خپل زوی ته خوري او وايي، "مخکې هر څه ما ورته کول، اوس چې زنګ ورته ووهم، کله وايي ډوډۍ پخوم، کله وايي کالي مینځم. مخکې ښه و، اوس یې رنګ ژېړ اوښتی دی. څو ورځې مخکې ناروغ و، هېڅوک ورسره نه وو. زه چې وم، نو چې سر به یې لږ هم خوږېده، ور پا به څېدم، سر به مې یې پر خپل زنګون کېښود، تر سهاره به ورته ناسته وم. مور یم، مور خو خامخا تشویش کوي"
د صوفیې او اوږۍ کورنۍ یوازې دوه بېلګې دي چې یو سیاسي بدلون یې د کورنیو د پاشل کېدلو لامل شوی خو داسې زرګونه کورنۍ شته چې له افغانستانه له وتو سره په ورته برخلیک اخته شوې دي. مور له زوی، زوی له پلاره، خور له وروره، ورور له خوره، کوژدن له خپلې کوژدنې او ان په ځينو مواردو کې ښځه او مېړه د کډوالۍ او په بهرنیو هېوادونو کې د سختو او محدودو شرایطو له کبله جلا ژوند ته اړ شوي دي.
دا هغه څه دي چې په کور دننه او بهر د افغانانو راتلونکي نسلونه او کورنۍ په بېلابېلو ډولونو اغېزمنولی شي.