اسپانیا تایید کړه چې درې وګړي یې د بامیانو برید کې وژل شوي دي

په افغانستان حکومت او بامیانو کې دوو سیمه‌ییزو سرچینو تایید کړه چې ددې ولایت په مرکز کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ځینې بهرنی سیلانیان او سیمه‌ییز خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچیز هم پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې د خپل هېواد درې وګړو وژل کېدو په هکله خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي په خپل پیغام کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ ویلي، وضعیت څاري او کونسلي خدماتو ادارې د لازمو خدماتو رسولو هڅه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا اېکس (پخوا ټوېټر) لیکلي و، نن مازدیګر د بامیانو ښار کې پر عامو خلکو ډزې شوې،‌ چې یو افغان او درې تنه بهرنیان پکې وژل شوي او درې افغانان او څلور بهرنیان ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې په ټپیانو کې یو بهرنی د اسپانیا، یو د اسټرالیا او یو د ناروې او یو د لیتوانیا دی.

https://twitter.com/DuniaDaily/status/1791816120015749289

عبدالمتین قانع وايي، امنیتي ځواکونو د وژونکو موندل پیل کړي او تر اوسه په دې قضیه کې د ښکېلتیا له کبله څلور کسان نیول شوي.

عبدالمتین قانع زیاتوي، د طالبانو حکومت دا جنایت په ټینګه غندي او د وژل شویو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښيي او ډاډ ورکوي چې پېښه کې ټول ښکېل مجرمان به ومومي او د خپل عمل سزا به ورکړل شي.