نورجلال جلالي د قلندر عباد پر ځای د عامې روغتیا وزارت سرپرست وټاکل شو

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس، د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري معیین نورجلال جلالي د قلندر عباد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټاکل شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد نن ( سه‌شنبه، د غبرګولي ۸مه) پر اېکس کې لیکلي، چې د کورنیو چارو وزارت مخکینی اداري معین مولوي نورجلال جلالي، د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د دې حکم له مخې، د استخباراتو عمومي ریاست مخکینی اداري معیین ملا رحمت الله نجیب، د کورنیو چارو وزارت د اداري معین په توګه، د سمنګان ولایت مخکینی والي ملا عبدالاحد فضلي، د فاریاب ولایت د والي په توګه، د فاریاب ولایت مخکینی والي ملا محمد شعیب رسالت، د سمنګان ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د یاد حکم له مخې، د هلمند ولایت د ګرشک پخوانی ولسوال حاجي محمد صادق انقلابي، د کندهار ولایت د والي د مرستیال په توګه او د کندهار ولایت مخکنی د والي مرستیال مولوي حیات الله مبارک؛ د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ د ولسوال په توګه وټاکل شو.