د هند ټاکنې؛ د نرېندرا مودي په مشرۍ د بي جي پي ګوند تر اوسه مخکې دی

د هند ټاکنو کې د رایو لومړنیو شمېرو پر بنسټ رپوټونه ښيي چې د لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ ایتلاف مخکښ دی.

د شمېرل شویو رایو له مخې تر اوسه د ښاغلي مودي په مشرۍ ایتلاف ۲۹۰ څوکۍ ګټلې دي. مخالف ایتلاف (اپوزیسیون) تر تمې ډېرې ۲۳۰ څوکۍ خپلې کړې دي.‌

خو د رایو شمېرنې لړۍ لا هم روانه ده او ښايي د نورو محلونو د رایو له شمېرل کېدو سره شمېرې بدلې شي.

د هند پارلمان ټولټال ۵۴۳ څوکۍ لري او ایتلافونه یا ګوندونه باید د حکومت جوړولو لپاره ۲۷۲ څوکۍ وګټي.

دغه ټاکنې اووه پړاوونه لري او ټاکنو کې رایه اچونې شپږ اوونۍ دوام وکړ ، چې د جون میاشتې تر لومړیو وغځېدې. په دغو ټاکنو کې د ګډون لپاره تر یو میلیارد ډېرو کسانو د رایې ورکونې لپاره نوملیکنه کړې وه. تمه کېږي چې وروستۍ پایلې به د سه شنبې په ورځې په وروستیو کې اعلان شي.

ټاکنیز مقررات، سیاسي ګوندونه او مشران له دې منع کوي چې د رایو ګټلو لپاره له مذهبي او قومي انګیرونو نه ګټه واخلي.

خو د اپوزیسیون ګوندونو مشرانو او سیاسي شننونکو ویلي، ښاغلی مودي چې د درېیم ځل لپاره غواړي لومړی وزیر شي، د هندو ملتپال بهارتیا جنتا ګوند نورو مشرانو سره په ښکاره ډول اسلام ضد کړنو ته بلنه ورکوي.

دغو ګوندونو د ټاکنو پر کمېسیون نیوکه کړې چې د واکمن ګوند پرضد یې پر وخت ګام نه دی اوچت کړی. ښاغلي مودي او د هغه متحدینو هم د اپوزیسیون پر ضد شکایتونه ثبت کړي دي.

د هند په ټولو ایالتونو او سیمو کې د رایو د بیا شمېرنې لپاره کلک امنیتي تدبیرونه نیول شوي دي. په ځینو سیمو کې په یوه ځای کې تر څلورو ډېرو کسانو د راغونډېدو ته اجازه نه ورکول کېږي.

په هند کې، ډېری حکومتي چارواکي، تر ۸۵ کلونو لوړ عمر لرونکي وګړي، او له ۴۰ سلنې څخه ډېر معلولیت لرونکي خلک اجازه لري چې د بری‎ېښنالیک له لارې رایه ورکړي.

د راپورونو پر بنسټ په دا ځل ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه لوړه وه او تر دې دمه په ټول هند کې د رای ورکوونکو منځنۍ کچه ۵۸ اعشاریه ۵۸ سلنه دی.

د ترهگرۍ په قضیه کې زنداني کشمیری نوماند بریالی شوی

د هند تر ولکې لاندې کشمیر څخه راپورونه وايي، یو پخوانی قانون جوړونکی، چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ترهګرۍ ملاتړ په قضیه کې بندي دی، سل زره رایې ګټلي او ډېری کسان یې حیران کړي دي.

شیخ عبدالرشید، چې په "انجنیر رشید" هم مشهور دی، د خپلواک نوماند په توګه د بارامولا حوزې څخه رایې ګټلي او د جمو او کشمیر د ملي کنفرانس ګوند پخواني اعلی وزیر عمر عبدالله ته یې ماتې ورکړې ده.

ښاغلي عبدالله په اېکس (پخواني ټوېټر) کې لیکلي: "زه فکر کوم چې دا د منلو وخت دی. انجنیر رشید ته په شمالي کشمیر کې د هغه د بریا مبارکي وایم."

ښاغلی رشید ډېری وخت د یوه "نابغه" مشر په توګه یادېږي او د خپلو اختلافي سیاسي افکارو له کبله پېژندل کېږي.

هغه په ډیلي کې د تیهار په زندان کې بندي دی، خو د هغه زوی د خپل پلار لپاره کمپاین وکړ، پر سړکونو یې نندارې تنظیم کړې، چې زرګونو کسان یې ورجلب کړل او د سیمې ځوانانو سره یې مینه وکړه.