د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام پایلوبه؛ هند لومړی توپوهنه کوي

د هند او سویلي افریقا ملي لوبډلو ترمنځ د کرېکټ ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام پایلوبه روانه ده.

دا مهمه سیالي د شمالي امریکا د کارابین ټاپوګانو د بارباډوس پلازمېنه برېج‌ټاون کې کېږي.

د لوبې پچه یا ټاس د هند لوبډلمشر روهیت شرما وګتله او پخپله یې لومړی د توپوهنې پرېکړه کړې ده.

هند د ۱۰م اوور تر پایه ۷۵ منډې کړې او ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

هند او سویلي افریقا دواړو په دغه نړیوال جام کې تر دې دمه یوه لوبه هم نه ده بایللې.

سویلي افریقا خپلې تېرې ۸ واړه لوبې ګټلې او هند بیا ۷ ګټلي او یوه یې د باران له کبله مساوي پای ته رسېدلې ده.

د سویلي افریقا لومړی ځل دی چې د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه کوي، خو هند بیا د دغه فارمټ لومړنی نړیوال جام چې په ۲۰۰۷ کال کې کېده، ګټلې و.

هند د روان نړیوال په لومړي پړاو کې له امریکا، پاکستان، کاناډا او ایرلنډ سره په 'اې ګروپ' کې و.

له دغه ګروپ هند او امریکا د اتو غوره لوبډلو یا سوپر ۸ پړاو ته لار وکړه.

سویلي افریقا بیا په 'ډي ګروپ' کې له شري لنکا، بنګله دېش، نیدرلنډز او نیپال سره لوبې درلودې چې سویلي افریقا او بنګله دېش ترې سوپر۸ پړاو ته لار ومونده.

دغو لوبډلوپه سوپر ۸ پړاو کې هم خپلې ټولې ګروپي لوبې وګتلې. هند له انګلنډ او سویلي افریقا له افغانستان سره نیمه پایلوبو ته ووته.