پښتونخوا کې بې‌وزلي؛ له ۱۵۰ زره د ډېرو کورنیو غړي په ډوډۍ کار کوي

پښتونخوا کې له ۱۵۰ زرو زياتې کورنۍ داسې دي چې په ډوډۍ کار کوي يا ورته د کار بدل کې دومره پيسې ورکول کيږي چې په ګرانه پرې د ډوډۍ لګښت پوره کېدای شي.

په دغو کورنیو کې يوازې يو کس ته مزدوري ورکول کېږي خو د کورنۍ نور غړي چې ماشومان هم پکې وي، له دغه تن سره په کار کې مرسته کوي.

دا په دې معنی ده چې په فابريکو، کروندو او نورو کار ځايونو کې پر کار د بوختو کسانو د کورنيو غړي ورسره وړيا کار کوي.

د پاکستان د اساسي قانون درېيمه ماده د استحصال ختمولو او له څوارلس کلونو پر کم عمره ماشومانو د سختو کارونو د نه کولو سپارښتنه کوي. خو په دغه هېواد کې بیا هم ميليونونه ماشومان په داسې حال کې پر ستوغو کارونو بوخت دي‌ چې د کارېګرو له اساسي حقونو بې برخې دي.

محمداګل له خپلو ماشومانو سره د خښتو په يوه بټۍ کې کار کوي. دی وایي، د بټۍ خاوند يوازې دومره پيسې ورکوي چې د ۱۲ غړو کورنۍ لپاره د ډوډۍ خرڅ پرې په ګرانه پوره کېدای شي.

محمداګل وايي د کورنۍ غړي ورسره کار کوي خو د بټۍ د خاوند لخوا هغوی ته جلا پيسې نه ورکول کيږي.

دی زیاتوي "د زر خښتو نهه سوه کالدارې راکوي. چې کله ماشومان راسره وي د ورځې زر خښتې جوړولی شو او چې بچي راسره کار ونه کړي نو دا خښتې په دوه ورځو کې اچوو."

محمداګل څلور لوڼې او شپږ زامن لري.

د پښتونخوا د کار صوبايي وزير فضل شکور خان د ايالتي اسمبلۍ غونډې ته ويلي چې په دغه ایالت کې د خښتو له ۱۰۵۵ بټیو يوازې ۱۸۶ ثبت دي.

دی زياتوي په دغه بټیو کې ۶۷ زره ۴۸۰ کسان کار کوي چې يوازې ۶۱۱۳ ترې د خواري کښو له خونديتوب اداري يا سوشل سيکورټي سره ثبت او نور له اساسي اسانتياو بې برخې دي.

پښتونخوا کې يوازې د محمداګل په څېر د خښتو د بټیو کار کوونکي نه دي، د يوه کس په مزدورۍ ورسره د ماشومانو په ګډون د کورنۍ نور غړي هم وړيا کار کوي.‌

پېښور کې يو کروندګر نظر حسين وايي، کر لپاره په اجازه ځمکې نیسي او بيا یې په کې د کورنۍ ټول غړي په ګډه کار کوي.‌

دی وايي پخوا اجاره کمه وه، خو اوس ډېره شوې او همدا راز د سرو او نباتي درملو بیې هم لوړې شوې دي.‌

نظر حسین زیاتوي بچي ورسره کار کوي، خو بیا هم په ګرانه د خوراک څښاک لګښت پوره کولی شي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو تر مخه په پښتونخوا کې يوازې په ډوډۍ يا هم دومره تنخوا چې د ډوډۍ مصرف پرې پوره کېدای شي، د کار کوونکو شمېر له يو نيم لک کسانو اوړي.

د يو تن په معاش او مزدورۍ د کورنیو د ټولو غړو د کار مسله د پښتونخوا له ۳۸ ولسواليو په ۳۴ ولسواليو کې موجوده ده چې بونير د دې نوملړ په سر او صوابۍ ورپسې دویمه ده.

د پېښور لوړې محکمې یو وکيل ضيا الرحمن تاجک وايي د پاکستان د اساسي قانون درېيمه ماده د زبېښاک یا استحصال ختمولو او د ۱۱مې مادې درېيمه فقره په فابريکو کې له ۱۴ کلونو د کم عمره ماشومانو د نه ګومارل کېدو په تړاو ده.

پر اساسي قانون سربېره د پښتونخوا ایالتي حکومت هم پر ماشومانو د سخت کار مخنیوي لپاره قانون جوړ کړی دی.

د ماشومانو د خونديتوب اداري چارواکی اعجاز محمد خان وايي د دوی کار دا دی چې له ستوغ کاره د ماشومان د ژغورلو حکومتي قانون پلی او ترڅنګ یې په دې تړاو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د پاکستان د يوې اقتصادي ادارې 'پي ای ډي اې' د يوې څېړنې له مخې پاکستان کې د غربت کچه په تېرو پنځو کالو کې له ۳۸.۶ سلنې څخه ۳۹.۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

د دې څېړنې پر بنسټ بلوچستان کی د بې‌وزلۍ کچه اويا سلنه او تر ټولو لوړه او پنجاب کې بیا ديرش سلنه او تر ټولو ټيټه ده.