افغانستان کې د سوداګرو پر پانګونې د مولوي عبدالکبیر ټینګار

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په قطر کې له ځینو افغان سوداګرو سره په کتنه کې ویلي چې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او د هغوی له ځینو سره هم ډپيلوماټيکې، سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

د طلوع نیوز په وینا، ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، مولوي عبدالکبیر په دغې کتنه کې له سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وویل:«د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر صاحب، د راغلو افغان سوداګرو او مېشتو افغانانو ستونزوې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او هغوی یې وهڅول چې، هېواد ته راشي او په هېواد کې سوداګري او پانګونه ته مخه کړي.»

بل خوا، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي چې، ټاکل شوې مولوي عبدالکبیر په قطر کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره وګوري او له هغوی وغواړي چې، په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

ښاغلی فطرت په دې هکله وايي:«د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال به نن (یک‌شنبه) مازدیګر مهال دوحه کې د اسلامي امارت په سیاسي دفتر کې، د افغانستان لپاره د ځينو اروپايي ډپيلوماټانو سره وګوري»

اخوا، د سیاسي چارو ځينې شنونکي بیا د ریاست‌الوزار د سیاسي مرستیال دغه سفر له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګڼي.
   

د سیاسي چارو شنونکي سلیم پیګیر په دې تړاو طلوع‌نیوز ته وویل:«د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال لومړنی سفر ایران او قطر ته و. که‌چېرې هغوی په قطر کې له نړۍوالې ټولنې او هغو ډپيلوماټانو چې په قطر کې حضور لري، په افغانستان کې د هغوی د دفترونو د پرانستو په تړاو هغوی ته قناعت ورکړي، دا به د اسلامي امارت لپاره لاسته‌راوړنه وي

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردګ څرګندوي:«له دې معلومېږي چې، مولوي صاحب عبدالکبیر هلته له خپلو سوداګرو او پانګوالو سره کتلي دي او غواړي چې، له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د ریاست‌‌الوزرا سیاسي مرستیال تر دې وړاندې ویلي وو چې، په نورو هېوادونو کې د افغانستان ۴۰ سیاسي استازولۍ فعالې دي.