ټرمپ او هرېس د سپټمبر پر لسمه مناظره کوي

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند، ډونالډ ټرمپ او دغو ټاکنو ته د نوموړي ډیموکراټه سیاله کاملا هرېس خپله لومړنۍ ټاکنیزه مناظره د سپټمبر پر لسمه ای بي سي ټلویزیون کې ترسره کوي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې دغه مناظره داسې مهال ترسره کیږي چې د ټولپوښتنې د دغو دوو نوماندانو ترمنځ نږدې سیالي ښیي

ډونالډ ټرمپ په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، غواړې د سپټمبر په ۴مه او ۲۵مه هم نورې مناظرې هم ترسره کړي او دغه مناظرې یې په فاکس نیوز کې وړاندیز کړې دي

کاملا هرېس هم نورو مناظرو ته چمتووالی ښودلی خو ټینګار یې کړی چې نورو مناظرو په اړه یې هر ډول پرېکړه د سپټمبر لسمې مناظرې پورې اړه لري

د رويټرز د سروې لمخې ټولپوښتنې ښیي چې کاملا هرېس له ټرمپ مخکې ده

ټولپوښتنې ښيي چې هرېس په ۴۲ سلنه ملاتړ سره له ټرمپ په ۳۲ سلنه ملاتړ مخکې ده.

  • سرچینه: طلوع نیوز