د پاکستان له زندانه شپږ تنه افغانان خوشې شول

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت تر واک لاندې د افغانستان کونسلګري وايي، د دغه هېواد پولیسو شپږ افغان اتباع د پاکستان له زندانونو خوشې کړي دي.

دغه بندیان پرون (جمعه، د زمري ۱۹مه) د سولجر بازار له حوزې خوشې شول.

په کراچۍ کې د اسلامي امارت د کونسلګرۍ له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، پاکستاني ځواکونو دغه افغان وګړي د کډوالۍ کارتونو لرلو سربېره هم نیولي دي.