د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې (اېف بي آی) اعلان کړی چې په افغانستان کې د محمود شاه حبیبي د لادرکۍ په اړه د معلوماتو په لټه کې دي.
محمود شاه حبیبي چې یو امریکايي وګړى دى، د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه په کابل کې د اسلامي امارت له خوا ونیول شو.
د اېف بي آی په خبرپاڼه کې راغلي: «داسې باور دی چې ښاغلی حبیبي د طالبانو د پوځي یا امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او له ورکېدو راهیسې د هغه په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی. اېف بي آي باور لري چې ښاغلی حبیبي او موټر چلوونکی یې د اسیا مشورتي شرکت له ۲۹ نورو کارکوونکو سره نیول شوي دې. له ښاغلي حبیبي او یو بل کس پرته ټول نيول کسان خوشي شوي دي».
په واشنګټن کې د اېف بي آی د دفتر مرستیال ویډ سانډبرګ وویل، اداره یې خپلو کورنیو ته د هغه د بېرته ستنولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړه: «یو ځل بیا، موږ د خلکو د مرستې غوښتنه کوو او موږ هر هغه څوک چې يې په اړه معلومات لري هڅو يې چ د اېف بي آی سره اړیکه ونیسي.»
راین کوربټ، جورج ګلزمن او محمود شاه حبیبي هغه درې امریکايي بندیان دي چې دا مهال د طالبانو په بند کې دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په دوحه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړيو استازو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دې ډلې له امريکايي پلاوي سره د حکومت په زندان کې د امريکايي بنديانو د وضعيت په اړه خبرې کړې دي.