د ټیلیګرام بنسټګر او اجرائیه مدیر د فرانسې په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو

د فرانسې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د پیغامونو د اپلېکېشن ټیلیګرام بنسټګر او اجرائیه مدیر پاول دوروف پرون پاریس ته څېرمه په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.

یوه فرانسوي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، میلیاردر ۳۹ کلن دوروف پرون ماښام په لوبورژه هوايي ډګر کې نیول شوی دی.

د پولیسو په خبره، د نیولو د هغه حکم پر اساس یې دوروف نیولی چې مخکې صادر شوی و.

په راپور کې راغلي، دوروف په ټیلیګرام کې پلټفارم کې د جنايي استفادې په مخنیوي کې پاتې راغلی او مشکوک ګڼل شوی دی.

ټاکل شوې د ټیلیګرام اجرایه مدیر نن یکشنبه په محکمه کې حاضر کړای شي.

ټیلیګرام سم د لاسه د دې پېښې په اړه د رویټرز اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت هم له څه ویلو ډډه کړې ده.