له ایران ایستل شويو افغانانو په نیمروز کې سوالګرۍ ته مخه کړې ده

یو شمېر کډوال چې د ایراني ځواکونو له لوري د ورېښمو له لارې هېواد ته را اړول شوي دي، خپلو کورونو ته د ستنېدو وس نه لري.

د طلوع نیوز په وینا، د دغو کسانو له ډلې، ځینو یې کورونو ته د ستنېدو لګښت پوره کولو په موخه، سوال کولو ته مخه کړې ده.

۵۲ کلن حمید چې د غزني ولایت اوسېدونکی دی، له خپلو دوو زامنو سره د ایران ځواکونو له لوري د ورېښمو له لارې نیمروز ته را اړول شوي دي.

دوی کور ته د ستنېدو وس نه لري او د موټر کرایې پیدا کولو په پار، زرنج ښار کې سوال کوي.

حمید د سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو له مسوولینو غواړي، څو د دوی او نورو را ایستل شویو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

له ایرانه را ایستل شوی، حمید و ویل: «زه او دوه زامن مې د ایران د نظامي ځواکونو له لوري نیمروز ته را اړول شوي يو. اوس کور ته د تګ پیسې نه لرو. د دې لپاره سوال ټولو نو له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړو چې د کډوالو ستونزو ته ورسیږي.»

له ایرانه یو بل را ایستل شوی، محمود هم و ویل: «یوه اونۍ کیږي چې له ایرانه را ایستل شوي و، خو د موټر کرایې د پیدا کولو لپاره سوال کوو ځکه کور ته د تګ لګښت نه لرو.»

بلخوا د نیمروز اوسېدونکي وایي، چې ورځ تر بلې د سوالګرو شمېر زیاتېږي او په خبره یې، ډېری سوالګر هم له ایرانه را ایستل شوي کډوال دي، چې خپلو کورونو ته د ستنېدو وس نه لري.

د نیمروز اوسېدونکی، معراج الدین بیا وايي: «موږ وینو چې هره ورځ زرګونه کسان سوال ټولوي. هټۍ په هټۍ، کور په کور په هره کوڅه ګرځي او خلکو ته لاسونه اوږدوي.»

په همدې حال، د نیمروز ولایت مقام د دفتر رییس وایي، هڅه کوي چې کورونو ته له ایرانه را ایستل شویو کډوالو د ستنېدو زمینه برابره کړي.

د نیمروز ولایت مقام د دفتر رییس، ابراهیم حامد وايي:‌« د نیمروز محلي ادارې په دې تړاو پرېکړه کړې ده، ځکه خلکو ستونزې درلودې. هغه ځوانان چې افغانستان ته راځي د نیمروز د کډوالو ریاست له لوري د دوی لپاره ترتیب جوړ شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی او د رسمي شمېرو له مخې، هره ورځ څه د پاسه دوه زره کسان د نیمروز د ورېښمو له لارې هېواد ته را ګرځول کېږي.