د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي چې، د سرپرست حکومت له لوري د ځینو غوښتنو د نه منل کېدو له امله، نړۍوال له اسلامي امارته ناراضه دي.
د طلوع نیوز په وینا، سراج الدین حقاني چې د یو شمېر پیلوټانو په فراغتغونډه کې د وینا پر مهال، د نړۍ دغه نارضایتي بې ځایه او له عدالته لېرې وبلله.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«نړۍوال کهچېرې په دې له موږ خفه وي چې، دغه ازادي په داسې یو تعامل باندې چې، یو محکوم نظام دلته موږ غوښت چې، دا دې راته پاتې شي او موږ به افغانانو ته بشپړه ازادي نهورکوو. که دوی په دغه شي ناراضه او خفه وی، دا خفګان او کیله چې ده، بېځایه او له عدالت نه لرې ده.»
د کورنیو چارو وزارت سرپرست دغهراز وایي چې، اسلامي امارت د یوه ځواکمن هوایي ځواک د جوړولو هڅه کوي.
ښاغلی حقاني وایي چې، د مخکیني حکومت د ځواکونو پر وړاندې د اسلامي امارت له عملیاتو به څو ساعته تېرېدل؛ خو له هغوی هوایي ملاتړ نهکېده.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه زیاتوي:«په جهادي دوره کې موږ کتلي دي چې، کله به موږ له داخلي خلکو سره په جګړه کې سره مخامخ شو، څلورویشت ساعته به موږ مقابله کوله، له هغې لوري به هېڅ هوايي حرکت نهکېده، فضا به پاکه وه او کله چې، به په کومو عملیاتو کې به چې، بهرنیان موجود وو، داسې هم شوي دي چې، په خوست کې موږ عملیات کول، مجاهدینو محاصره راوړه موږ نهوو خبر چې، دغې قرارګاه ته نن امریکایان راغلي دي چې، کله مجاهدین ورسېدل په ۱۴ دقیقو کې، هر ډول هوايي ځواک راورسېد.»
د اسلامي امارت د پوځ لوی درستیز هم په دې غونډه کې د مخکیني حکومت پر پیلوټانو نیوکه وکړه چې، پوځي چورلکې یې ازبیکستان ته لېږدولي دي او وایي چې، اوس امریکا هڅه کوي دغه چورلکې بل هېواد ته وسپاري.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست هم چې، په دې غونډه کې یې حضور درلود، د اسلامي امارت د رهبر موخه په هېواد کې د اسلام نافذول او د شریعت پلي کول بولي او زیاتوي چې، د دې تګلارې تعقیبول او د هغې درناوی او ملاتړ د مسوولانو دنده ده.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي:«هر مسوول چې، په خپل مسوولیت کې راځي، په هره کچه مسوول چې، یي د دغې پالیسۍ تعقیب، د دغې پالیسۍ درناوی، د دغې پالیسۍ ملاتړ دا د دغه مسوول مقام ضیمهواري جوړېږي.»
پرون د هوایي ځواک او هوایي مدافعې له پوهنتونه درې پيلوټان فارغ شول او ۱۲۰ نور کسان دغه پوهنتون ته جذب شوي دي.