د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه پرون (یکشنبې، د سنبلې ۲۵مه) د سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د دوو موټر د ټکر په پایله کې شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دې پېښې له امله په مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
بلخوا د سروبي درېیمې لېوا په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه او ۱۲ کسان نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو لخوا کابل ته راوړل شوي دي.
په وروستیو کې د هېواد په تقریباً ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.