دیشو ولسوالۍ د هلمند مرکز لښکرګاه ښار لوېدیځ لوري ته په ۲۵۰ کیلومټرۍ کې پرته ده.
دغه ولسوالۍ د تېرو دوو لسیزو پرمهال د سختو جګړو شاهده او د لرې سیمو اوسېدونکي یې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو، پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.
ددې ولسوالۍ اوسېدونکي د سرپرست حکومت له مسوولینو په خپلو سیمو کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
د هلمند دیشو ولسوالۍ اوسېدونکی، سید ولي د طلوع نیوز خبریال ته وايي: « دلته یو څو هټۍ دي، توکي پر موږ دوه چند ګران پلوري، هغوی یې له لشکرګاه څخه راوړي او دلته یې پر موږ ګران پلوري.»
د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، ولي محمد هم وايي: «که بازار جوړ شي. موږ ته اسانتیاوې زیاتېږي، که موږ ته دغه پل هم جوړ شي، هم غوره ده ځکه که پل وي نو بازار شته دی، که نه موږ ته مواد له کومې خوا راشي.»
خو سیمهییز مسوولین بیا د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د متوازن پرمختګ په موخه د پراختیایي پروژو له پلي کېدو ډاډ ورکوي.
د دوی په خبره، د روان لمریز کال په لړ کې به د مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ دېشو ولسوالۍ کې د یو لړ پراختیایي پروژو چارې پیل کړي.
د هلمند د والي ویاند، محمد قاسم ریاض په دې اړه وايي: «هغه څه چې د ولایت مقام په توان کې دي، پر هغه کار شوی دی او هم به پرې په راتلونکې کې ان شاالله کار وشي. هغه څه چې د لوړ مقام پورې اړه لري، هغه به هم کېږي او ان شاالله چې د دیشو او خانشین په څېر ولسوالیو ستونزې به حل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې سیمه ییزو مسوولینو د یو شمېر مرستندویه بنسټونو په همکارۍ د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د روغتیا، زده کړو او پاکو اوبو برخه کې شته ستونزو ته د رسېدنې په پار عملي ګامونه اخیستي وو.