دا په روانه اوونۍ کې دويم ځل دی چې د آلمان د کولن ښار په مرکز کې چاودنه کيږي. د رسنيو د رپوټونو په حواله په دې چاودنه کې يو کس ټپي شوی دی.
د «ډبليو ډي آر» سيمه ایزې رسنۍ رپوټ ورکړی دی چې په دې چاودنه کې يو لاروی ژوبل شوی دی او دا چې د دوشنبې ورځې په چاودنه کې کارول شويو توکو ته ورته توکي پکې کار شوي دي.
چاودنه د سیمې پر وخت د سهار د پنځو بجو په شا او خوا کې د ښار په مرکزي برخه اېهرنشتراسه کې شوې ده، چې ډېر دوکانونه او اپارتمانونو پکې دي.
د چاودنې ځای د دوې ورځې ترمخه چاودنې له ځای څخه يوازې سل متره لېرې پروت دی.
چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې آيا د داړو چاودنو ترمنځ کومه اړيکه شته او که څنګه.
په دې وروستيو میاشتو کې په نورد راین ويستفالن ایالت کې چې کولن هم پکې پروت دی، له بانډونو سره د تړلو فعاليتونو له کبله د کوچنيو چادونو په اړه رپوټونو ورکړل شوي ول.
ایالتي پوليسو د ټولنیزو رسنیو د ایکس صفحې له لارې ویلي دي چې «موږ د پېښې په ځای کې په ډېر شمير کې موجود يو» او دا چې «د ښار دغه ساحه مو تړلې ده.»
پوليسو پر خلکو غږ کړی دی چې د پېښې ځای ته نږدې سيمې ته دې له ورتګ څخه ډډه وکړي.