حقاني: اوس جګړه پایته رسېدلې او د بیارغونې وخت دی

د کورنيو چارو وزارت سرپرست پکتيا کې د يوه جومات د جوړولو په پرانیستغونډه کې وایي، هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې او اوس د بیارغونې وخت دی.

د طلوع نیوز په وینا، سراج الدين حقاني دغه راز زیاته کړې چې، پکتيا ته د بيا رغونې په برخه کې په تېر کې پاملرنه نه ده شوې او ټینګار کوي، چې له دې وروسته به دغه ولایت ته پام زیات کړي. 

د کورنيو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدين حقاني و ویل: « جنګي او بحراني مرحلې خدای تېرې کړې، اوس د خلکو هيلې دا دي، چې د بيا رغونې او انکشافي کارونه وشي، الحمدالله د بيا رغونې کارونه ښه روان دي، د پکتيا زون په جهادي دوره او تاریخي لحاظ لوړ حيثيت لري؛ خو په تير کې ورته پوره پام نه دی شوی، د دوی د غوښتنو په ځواب کې موږ پرېکړه وکړه، چې دې ولايت ته د کارونو پيل به د خدای د کور له جوړولو وکړو او له هغې وروسته به د بيا رغونې کارونه وشي.»
 
بل‌خوا د پکتيا اوسېدونکي وايي، له کلونو وروسته اوس بايد دغه ولايت ته په هره برخه کې لازم کار وشي او د تېرو ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کوي. 

د پکتيا اوسېدونکي، انځر ګل و ویل: « له ګردېز تر ډنډ پټان پورې سړک، مچلغو بند، د پکتیا - پکتيکا او د پکتيا تر غزني پورې سړکونه او په حوزوي روغتون کې د امکاناتو برابرول دي.»

 د پکتيا یو بل اوسېدونکی، محمدشاه فضلي وایي: « د خليفه صيب خبرې هيله بښوونکې وې، يوه مهمه خبره يې دا وه، چې هغه وویل، دا مسجد د پکتيا لپاره د بيارغونې کارونو پيلامه ده او موږ هيله لرو، چې د دوی د ښه راغلاست لپاره د پروژو برخه کې بيا بيا په ښه راغلاست ودرېږو.»

دغه جومات د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې د مرستندویه بنسټونو او سوداګرو له لوري د شاوخوا درې نيم ميليونه ډالرو په لګښت جوړېږي، چې په يوه وخت کې د لس زره لمونځ کوونکو د ځايدو وړتيا لري‌ او درې کلونو کې به یې چارې بشپړې شي.