د سرپرست حکومت د دفاع وزارت سر مفتیش مفتي لطفالله حکیمي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې «په هغه چاپېریال کې چې چاپلوسي عامه وي، کاري فضا ناسالمه کیږي»
نوموړي ویلي، چې په چاپلوسۍ دنده ترلاسه کول اوس عام دود ګرځېدلی.
د سرپرست حکومت د دفاع وزارت سر مفتیش لطفالله حکیمي د یکشنبې په ورځ د (تلې لومړۍ نېټه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «په چاپلوسۍ د مقام ترلاسه کول اوس عام دود شوی.»
نوموړي وایي، په هغه چاپیریال کې چې چاپلوسي عامه وي، کاري فضا ناسالمه کېږي.
نوموړی زیاتوي، چې په داسې ځایونو کې خلک پر خپل کار او حقیقي پرمختګ تمرکز نه کوي، بلکې هڅه کوي چې د چاپلوسۍ او بې ځایه صفتونو له لارې مقام او امتیازونه ترلاسه کړي.
د هغه په خبره دا حالت کاري وړتیا او څرنګوالی پیکه کوي.
له ښاغلي حکیمي څخه وړاندې نورو د سرپرست حکومت مشرانو هم ورته څرګدونې کړې وې او ویلي یې وو، چې په یو شمېر ادارو کې د مسلکي او وړ کسانو پر ځای نا مسلکي کسان د چاپلوسۍ او خپلوئ له مخې په دندو ګمارل شوي دي.