یوې طبي او امنیتي سرچینې د یکشنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې د لبنان د حزبالله د عمومي منشي حسن نصرالله جسد د بیروت په جنوبي څنډه کې د اسرائیلو د هوايي برید ځای کې "موندل" شوی او جسد یې سالم دی.
د شنبې په ورځ یوه بیان کې حزبالله چې د نصرالله وژل کېدل یې تایید کړي وو، د هغه د وژل کېدو څرنګوالی او د جنازې وخت نه دی مشخص کړی، خو دوو سرچینو ویلي، چې د هغه جسد کې څرګند ټپونه نه ښکاري او ښکاري چې د چاودنې سخت شدت به یې د مړینې لامل شوی وي.