په کندهار کې د پاکستاني پوله‌ساتو او امنیتی ځواکونو ترمنځ نښته

دنیا ورځپانه، کندهار: سیمه‌ییزو سرچینو په کندهار کې د امنیتی ځواکونو او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی.

د سرچینو په وینا، دا نښته یک‌شنبه د تلې پر ۱۵مه له سهار راهیسې د ښورابک ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې پېل شوې او تر اوسه پورې دوام لري.

د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، امنیتی ځواکونو غوښتل چې پر ډیورنډ فرضي کرښه امنيتي پوستې جوړې کړي؛ خو د پاکستاني پوله‌ساتو له مخالفت سره مخ شوي دي.

تر اوسه د دې جګړې د مرګ‌ژوبلې په هکله معلومات نشته.

سرچينو زياته کړې چې امنیتی ځواکونو د جګړې لپاره د لا ډېرو تدابیرو د نیولو په حال کې دي.

د سرپرست حکومت او پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د امنیتی ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي.

تېره اوونۍ په کونړ کې د امنیتی ځواکونو او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ نښته شوې وه.