د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، د افغانستان په لوېدیځ کې له زلزلو یو کال وروسته هم ماشومان لومړنیو مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمان ویلي، چې هلته لا هم په اړوند برخه کې پرمختګ نه دی شوی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونېسف) د افغانستان په لوېدځ کې له زلزلو، یو کال وروسته راپور خپور کړی او په هغه سیمه کې یې د ماشومانو د حالت په اړه اندېښنه ښودلې.
یونېسف په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان په لوېدیځ کې له زورورې زلزلې یو کال وروسته، ټولنه کې د بیا رغېدو نښې ښکاري خو بسنه نه کوي.
د دوی په خبره کورنۍ ورو ورو په خپلو پښو دریږي او له ناورین وروسته ژوند کوي.
دغه اداره اندېښنه ښيي او وايي، په لوېدیځ کې تر زلزلې د یو کال په تېرېدو سره لا هم پرمختګ ورو روان دی.
د دوی په خبره سوړ ژمی راروان دی او زلزله ځپلي لا هم د امکاناتو د نشت تر فشار لاندې دي.
یونېسف وايي، په هرات کې له زلزله ځپلو سره یې د ملګرو ملتونو د یوې برخې په توګه د اوبو او روغتیا ساتنې په ګډون په مهمو برخو کې همکاري کړې ده.
په افغانستان کې د یونېسف استازی ډاکټر تاج الدین اویویل وايي: «یونیسف په هغو ورځو کې چټګ غبرګون وښود، هلته ماشومانو موږ ته اړتیا لرله، موږ په ۲۴ ساعتونو کې وکولی شول، چې د پاکو اوبو سیسټم او لنډمهاله روغتیايي بنسټونه جوړ کړو. او همدارنګه مو په ژمې کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره اړین توکي لکه، کمپلې، کورني کیټونه او ژمنۍ جامي وویشلې.»
یونیسف وايي، د یوه کال په موده کې یې په هرات کې د اوبو رسولو ویجاړ شوي سیسټمونه او ټولګي بیارغولي او د ماشومانو او ښځو لپاره روغتیايي او خوراکي خدمتونو ته لومړیتوب ورکړی.
د دغه سازمان په رواپور کې ویل شوي، چې د څلور لکه ماشومانو په ګډون یې له یو میلیون څخه ډیرو خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
یونېسف په خپل راپور کې ویلي، چې د سخت ژمي په راتلو سره د ماشومانو د هغوی کورنیو لپاره د اوس او راتلونکي لپاره مرستې ډیرې اړینې دي.
دوی خبرداری ورکوي، او وايي، که د زلزله ځپلو ملاتړ ونه شي د تېر یوه کال پرمختګونه به یې په اوبو لاهو شي.
تېر کال د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزلې د ۴۸۰۰۰ کورنۍ زیانمنې کړې.
د راپورونو له مخې په تېر کال په زلزله کې شاوخوا ۱۴۸۰ کسان مړه شوي او ۱۹۵۰ کسان ټپیان شوي وو.
د معلوماتو له مخې په مړو شویو کې ۹۰ سلنه ښځې او ماشومان وو.
دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې زلزله ځپلي کسان وايي، چې د یوه کال په تیریدو سره لاهم ژوند نه دی عادي شوی، مرستې هم نه ورسره کيږي او له جدي ستونزو سره مخ دي.