مالګه زموږ د خوړو خوند ښه کوي. دا د انسان د ژوند لپاره هم اړینه ده. په مالګه کې موجود سوډیم په بدن کې د اوبو د سمې اندازې ساتلو لپاره مهم دي. دا له حجرو سره د غذايي موادو جذبولو کې هم مرسته کوي.
د بيبيسي نړیوال سروېس خپرونې The Food Chain په دې اړه څېړنه کړې چې مالګه د انسان په بدن کې څومره مهم رول لوبوي او څومره مالګه ډېره ده.
د مالګې اهمیت
په متحده ایالاتو کې د روتجرز پوهنتون د تغذیې د علومو پروفیسور پاول بریسلین داسې لنډیز وړاندې کړی: "مالګه د ژوند لپاره اړینه ده."
"مالګه په ځانګړې توګه د الکتریکي فعالو حجرو لپاره مهمه ده، چې زموږ ټولې عصبي حجرې، زموږ ماغزه، زموږ د ملا تیر او زموږ ټول عضلات پکې شامل دي. دا د پوستکي او هډوکي لپاره نه جلا کېدونکې اړینه برخه ده.
په پای کې، پروفیسور بریسلین خبرداری ورکوي، که موږ کافي سوډیم ونه لرو موږ به مړه شو.
د سوډیم کمښت د هایپوناټریمیا یا (وینه کې د سوډیم د کمښت) لامل کېږي، چې د ګډوډۍ، تنګمزاجۍ، ضعیف غبرګون، کانګې، قبضیت او بېوښه کېدو لامل کېدای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ورځې پنځه ګرامه مالګې سپارښتنه کوي چې دوه ګرامه سوډیم لري. دا تقریبا د چایو له یوې قاشوقې سره برابره ده.
خو د نړۍ اوسط مصرف نژدې ۱۱ ګرامه دی. دا د زړه د ناروغیو، د معدې سرطان، چاغښت او د هډوکو د نرمښت او ماتېدو او د پښتورګو ناروغۍ خطر زیاتولی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې هر کال ۱،۸۹ میلیون خلک د اضافي مالګې مصرفولو له امله مري.
د مالګې مخکښ مصرفوونکي
په ډېری هېوادونو کې، د مالګې ډېر مصرف په پروسس شويو خواړو کې د پټ شوي مقدار په مټ پرمخ وړل کېږي.
خو لاملونه يې تاريخي هم وي. په قزاقستان کې خلک هره ورځ شاوخوا ۱۷ ګرامه مالګه مصرفوي، چې له وړاندیز شوې اندازې درې برابره ډېره ده.
مريم د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې اوسېږي.
هغه وايي: "دا زموږ د میراث له امله دی." "له پېړیو راهیسې موږ دښته او بېدیا کې ګرځېدلو، ډېری غوښې مو راسره وړلې چې باید د مالګې په کارولو وساتل شي."
"کورنیو به د ژمي لپاره خواړه زېرمه کول. دوی به ښايي یوه بشپړه غوا، یو پسه او حتی نیم اس ساته."
اته کاله وړاندې د مریم لور ځینې روغتیايي ستونزې درلودې. د هغې ډاکټر د هغو خوړو کمولو مشوره ورکړه چې بوره، غوړ او مالګه لري. کورنۍ سملاسي په خپلو خوړو کې د مالګې اضافه کول بند کړل.
"بله ورځ کله چې موږ د خوړو نوی رژیم پیل کړ، خواړه بدمزه وو. تاسو خواړه وازمویل خو ومونه پېژندل."
مګر دې ډراماتیکې کرکې ډېر دوام ونه کړ. د مريم کورنۍ له مالګې پرته له ژوند سره عادت شوه.دچینه،GETTY IMAGES
بدن څنګه مالګې ته غبرګون ښیي
کله چې موږ مالګه وخورو، دا زموږ په ژبه او د ستوني نرم تالو په واسطه پېژندل کېږي.
پروفیسور بریسلین وايي: "مالګه زموږ بدن او ذهن ته برېښنا (سېک) ورکوي."
"د سوډیم 'ایونونه' چې د مالګې کرسټالونه جوړوي ستاسو په لاړو کې منحلېږي".
دا ایونونه بیا د خوند پونګي حجرو ته ننوځي او په مستقیم ډول حجره فعالوي.
"دا یو ډول کوچی برېښنایي ټکان رامنځته کوي."
مالګه برېښنایي سیګنالونه لېږدوي چې د اندنو او احساساتو بنسټ جوړوي. نو زموږ بدن او ذهن خوشحاله کېږي.
څومره اندازه ډېره ده؟ سرچینه،MARYAM
پر بدن د مالګې د کچې دقیق اغېز د یو فرد په جنتیکي جوړښت پورې اړه لري.
په ټوله نړۍ کې تر یو میلیارد زیات خلک د وینې په لوړ فشار اخته دي. د مالګې کمول د دې مخنیوي او درملنه کې مرسته کولی شي.
د استرالیا په نیوکاسل پوهنتون کې د تغذیې او غذايي موادو پروفیسور کلیر کولینز یې داسې تشریح کوي: "ستاسې بدن اوبه ساتي، پر دې اساس ستاسې د وینې فشار لوړېږي چې اضافي مایع شاوخوا ته پمپ کړي".
دا پایلې احتمالا ویجاړوونکې دي.
"که ستاسو د وینې رګونو کې کومه کمزورتیا وي، لکه دماغ کې چې وي، دوی کولی شي ټوټې شي او د مغزي سکتې لامل شي".
په بریتانیا کې، د مالګې منځنۍ مصرف هره ورځ شاوخوا اتو ګرامو ته راټیټ شوی، چې لاهم له وړاندیز شويو شپږو ګرامو ډېر دی. کمښت د مقرراتو له لارې مرسته شوې وه چې د خواړو تولیدوونکي مجبوروي چې د مالګې کچه راټیټه کړي.
د وړاندیز شوي مالګې مصرف له هېواده بل هېواد ته توپیر لري. د ادرار معاینه ستاسې په بدن کې د ډېرې یا لږ مالګې کچه معلومولی شي.
ستاسو د مالګې مصرف اټکولو کې د مرستې لپاره د خوړو یاداښت یا یو کاریال (اپلیکېشن) کارولی شئ چې د خوراکي توکو لېبلونو کې ښودل شوي سوډیم منځپانګه محاسبه کوي. کولینز وايي، هېڅ طریقه په ځانګړې توګه سمه نه ده، خو هر یو ګټور شاخص کېدی شي.
ان که ستاسې د مالګې کچه لوړه وي، کمول یې ممکن دومره اسانه نه وي. په استانه کې، مریم لا هم د قزاقستان د ملي خوړو، بشبرمک، چې له پاستا سره جوش شوې غوښه دي، مبارزه کوي. د هغې بوډا پلار او بوډۍ مور ته که څ هم د مالګې پر خطرونو پوه شوي، خو د مالګې پرېښودو ته لېواله نه دي.
پروفیسور کولینز له موږ وغوشتل چې ډوډۍ یا پاستا یا کوم بل خوراکي توکي ولټوو چې د مالګې ټیټه اندازه ولري.
"که تاسو خپل خواړه پخپله پخوئ، نو د مالګې پر ځای بوټي او مصالحې اضافه کړئ."