د خیبر پښتونخوا په خیبر سیمه کې د ۲۰۲۴ کال د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۱مه پیل شوې قومي جرګې/ محکمې خپلې پرېکړې اعلان کړې.
دغه پرېکړه لیک د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین د ګډون والو پر وړاندې اعلان کړې.
د جرګې د پرېکړې لمخې، په راتلونکو ۶۰ ورځې کې دې پاکستان پوځ او ټولې وسله والې ډلې له ټي ټي پي نیولې تر داعش پورې له پښتونخوا و وځي.
پښتین و ویل، په پښتونخوا کې کومه جګړه یا د کوم هېواد له لوري پر دوی برید نه دی شوی چې وسله والې ډلې یا پوځ یې ساتنه وکړي.
هغه د دغې پرېکړې په تړاو زیاته کړه که په راتلونکو دوو میاشتو کې دغه پرېکړه عملي نشي جرګه به یې نورې لارې چارې ولټوي.
په دغه جرګه بله پرېکړه دا وشوه چې پر ډیورنډ فرضي کرښه دې د ټولو سوداګریزو او نورو تګ راتګونو ته له ویزې او پاسپورټ پرته اجازه ورکړ شي.
په دغه پرېکړه کې راغلي چې دغه لارې دې هغه ډول پرانېستې وي چې له ۱۸۹۳ تر ۲۰۱۰ زیږیز کال پورې پرانیستې وې.
د جرګې د یوې بلې پرېکړې لمخې به دغه جرګه یوه بله جرګه جوړوي چې د پښتنو پر ټولو سیمو ګرځي او د قومونو او قبیلو ترمنځ چې څومره خپل منځي شخړې دي هغه به حل کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري راغوښتل شوې دغې پراخې قومي جرګې بله پرېکړه دا وکړه چې په پښتنو سیمو کې دې د برېښنا بیه تر ټولو زیاته راټيټه شي.
د دغه پرېکړه لیک لمخې دې د خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو اوسېدونکي هیچاته که یونیفورم لري او که بې یونیفورمه وي، له خپلې سوداګرۍ او کار و باره حصه یا برخه نه ورکوي.
د جرګې په پای کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین د پرېکړه لیک د اعلان په پای کې له ټولو ګډونوالو سره په ګډه لوړه وکړه چې د دغې جرګې د پرېکړې په عملي کولو کې به بشپړه هڅه کوي.