د کار نړۍوال سازمان: غزه کې د بیکارۍ کچه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده

د کار نړۍوال سازمان وایي غزه کې د اسراییل د بریدونو له پیله تر دې دمه د بیکارۍ کچه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده

دغه سازمان وایي، د بیکارۍ له امله د غزې اقتصاد هم ۸۵ سلنې ښکته راغلی، چې د غزې نږدې ټول ۲.۳ میلیونه نفوس له لوږې سره مخ دی

رویټرز د کار نړۍوال سازمان په حواله راپور ورکړی، چې غزه او لویدیځه غاړه کې جګړې کاري زمینې او اقتصاد ډېر زیانمن کړی

راپور کې راغلي، چې لویدیځه غاړه کې د تېر کال له اکټوبر میاشتې د روان کال تر سپټمبر پورې د جګړې له امله ۳۴.۹ سلنې کاري زمینې لمنځه تللي او دغه موده کې بیا د لویدیځې غاړې اقتصاد ۲۱.۷ سلنې زیانمن شوی دی

د کار نړۍوال سازمان د معلوماتو لمخې، تر جګړې وړاندې غزه کې د بیکارۍ کچه ۴۵.۳ سلنې وه او لویدیځه غاړه کې بیا ۱۴ سلنې وه

د غزې روغتیا وزارت شمېرې ښیي، چې اسراییل پر دغه تړانګه د برید له پیله تر دې دمه څه باندې ۲۴زره کسان وژلي دي

د ملګرو ملتونو د معلوماتو لمخې، دغه موده کې بیا ۱۶۳ زره ودانۍ، چې د دغې تړانګې د ودانیو درېیمه برخه جوړوي، ویجاړې شوې دي.