په کونړ کې ځايي سرچینې وايي چې د امنیتی ځواکونو د یو پاکستاني په ګډون د داعش دوه غړي وژلي دي.
سرچینو دوشنبه ویلي چې دا کسان بیګاه شپه د ماڼوګۍ ولسوالۍ اړوند په شورک سیمه کې وژل شوي دي.
د سرچینو په خبره، اسلامی امارت ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پاېله کې د داعش دا غړي وژلي چې په منځ کې یې یو پاکستانۍ وګړی هم و.
د سرچینو په وینا، د داعش غړو څه موده وړاندې د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځواکونو پر یو موټر برید کړی و چې ځواکونو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.
په کونړ کې ځايي اسلامي امارت امنیتي مسوولانو په دې اړه رسمي څه ویلي نه دي.
په دې وروستیو کې په کونړ کې د داعش فعالیت ډېر شوی دی.
د یادونې ده چې پرون هم په غور کې اسلامي امارت ځواکونو د داعش دوه غړي وژلي و.