په اسپانیا کې سختو بارانونو له ۶۰ ډېر کسان وژلي

د اسپانیا په سوېل ختیځ کې د سختو بارانونو له امله لږترلږه ۶۲ کسان مړه شوي دي.

ویلېنسیا ته نږدې په چیوا ښارګوټي کې په اتو ساعتونو کې د یوه کال په اندازه باران ورېدلی دی. ځایي چارواکي وايي دا د مړو شویو وروستی شمېر نه دی.

پر ټولنیزو رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د سېلاب اوبه پراخه ویجاړي رامنځته کوي، پلونه نړوي، موټرونه او سړکونه لاندې کوي.

په یوه بله ویډیو کې ښکاري چې خلک ځان ساتنې لپاره ونو ته خېږي.

د اسپانیا ډېری برخې سختو بارانونو او ږلۍ ځپلې دي، چې په ډېرو سیمو کې د چټکو سېلابونو لامل شوي.

د ژغورنې عملیاتو کې مرستې لپاره له ۱۰۰۰ ډېر سرتېري ګومارل شوي، ځکه سلګونه کسان لا بې درکه دي.

سیمه ییزو رسنیو په بالیریک ټاپوګانو کې هم د زیانونو او مرګژوبلې اوښتلو خبر ورکړی دی.

د اسپانیا پاچا فیلېپ شپږم ویلي، د سېلابونو په راوتلو "سخت خواشینی" شوی او پر اېکس پاڼه یې د قربانیانو له کورنیو سره "خواخوږي" هم ښودلې ده.

د راپورونو له مخې، راډیوګانو او تلویزیونونو په سېلاب ځپلو سیمو کې له ایسارو خلکو د مرستې غوښتلو سلګونه اړیکې ترلاسه کړې، چې د خپلو خپلوانو او دوستانو په لټه کې دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي د ورکو کسانو لټون لپاره بې پیلوټه الوتکې کاروي. دوی وايي، "لومړیتوب د دغو کسانو موندل دي."

سیمه ییز چارواکي زیاتوي، "ټول اصلي سړکونه او فرعي لارې تړل شوې دي."

دوی له خلکو غواړي چې په خپلو ځایونو کې پاتې شي چې د ژغورنې لپاره یې لاس په کار شي.

د اسپانیا د هوا پېژندنې ادارې راپور ورکړی چې د والېنسیا په چیوا سیمه کې یې سې‌شنبه یوازې په اتو ساعتونو کې ۴۹۱ ملي متره باران ثبت کړی، چې د یوه کال د باران له اندازې سره برابر دی.

په والېنسیا کې تر ټولو د لوړې کچې او د اندلس په ځینو برخو کې د دویمې لوړې کچې خطر خبرتیا اعلان شوی دی.

سېلابونو د ځمکني ترانسپورټ د ګډوډولو ترڅنګ د الوتنو د لغوه کېدو لامل شوي او د اورګاډي ټول خدمتونه ځنډول شوي دي.

د والېنسیا ښاري تالار مسؤلینو ویلي، چارشنبې لپاره ټول ښوونځي، سپورت او لوبې ځنډول شوي او همدا راز به پارکونه هم تړلي وي.

د اقلیم بدلون له امله د هوا تودوخه، د ډېر باران احتمال زیاتوي.

د هوا پېژندنې کارپوهان وايي، نړۍ لا دمخه د صنعتي دورې له پیل راهیسې د سانتیګراد شاوخوا ۱ اعشاریه ۱ درجه توده شوې او که حکومتونه د شنو خونو ګازونو د خپرېدو مخنیوي لپاره ګامونه اوچت نه کړي، تودوخه به نوره هم ډېره شي.