د اسپانیا لومړی وزیر وایي، د دغه هېواد په ختیځ کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۱۴ تنه مړه شوي او تر څلورو ورځو وروسته لا هم د ځینو جسدونه نادرکه دي.
د اسپانیا لومړی وزیر پیدرو سانچیز زیاته کړې چې، سېلاب ځپلو سیمو ته د جسدونو موندلو او د ژغورنې هڅو په موخه د استول شویو ۲ زره او ۵۰۰ ځواکونو سربېره، ۵ زره نور ځواکونه هم استوي.
سانچیز دا د اسپانیا په سوله ییز تاریخ کې د دغه هېواد د ځواکونو تر ټولو ستر عملیات یاد کړي او ټینګار یې کړی چې د اړتیا پر مهال به سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره هر ډول امکانات برابر کړي.
د اسپانیا په ولنسیا ښار کې دغه سېلابونه د ۱۹۶۷ زیږیز کال راهیسې اروپا کې تر ټولو مرګونې سېلابونه دي.
۱۹۶۷ کال کې پرتګال کې سېلابونو لږ تر لږه ۵۰۰ تنه مړه کړي و.
د ولنسیا اوسېدونکو هیلې وروسته تر هغې را ژوندۍ شوې چې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال تر درې ورځو وروسته یوه ښځه ژوندۍ د ویجاړیو په منځ کې ژوندۍ و موندل شوه.
دغه ښځه په یوه تم ځای کې په یوه موټر کې بنده پاتې وه.
روانه اونۍ د اسپانیا د بلیریک جزیرې او لنسیا په ګډون درېیو ښارونو کې د ورښتې خبرداری هم ورکړل شوی دی.
ساینس پوهان وایي، د اقلیمي بدلونونو اغیزې به دغسې ډېرې ناوړه پېښې رامنځته کړي.